د خوړو نړیوال سازمان وايي؛ چې په ۲۰۲۳ کال کې یې په افغانستان کې له ۵۰۰ زرو زیاتو ښځو سره مرسته کړې ده.
دې سازمان په اېکس پاڼه کې لیکلي چې؛ دا مرستې ښځو ته د مهارتونو په ښوونه او روزنه کې راکابو شوې دي، تر څو دوی پر ځان بسيا شي.
دې سازمان تر دې وړاندې ویلي وو چې؛ په هیواد کې د بې وزلۍ او لوږې وضعیت د «خرابېدو» په حال کې دی او په افغانستان کې نږدې څلور میلیونه میندې او ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي.