افغانستان

ریچارد بینیټ: په هیڅ ډول د دې وخت نه دی چې اوس افغانستان له پامه وغورځول شي

په افغانستان کې د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي ریپورټر ریچارډ بینیټ ویلي چې په هېواد کې بشري او اقتصادي کړکېچ ته په پام سره اوس «په هیڅ ډول» هغه وخت نه دی چې نړۍ افغانستان هېر کړي.

ریچارډ بینیټ پرون په خپله خبري غونډه کې طالبانو ته په واضح ډول یادونه وکړه چې؛ نړیوال بشري حقونه نه وېشل کیدونکي او مهم دي. دا باید د افغانستان په مسئله د نړۍ د پرمختګ لپاره د حل یوه لاره وګرزي.

د بینیټ په وینا؛ له ۴۵ کلنې «جګړې او یرغل» وروسته دا هیواد په «غمجن» ډول ویجاړ شوی او په ورته حال کې یې سرښندنه هم ښودلی دی، له همدې امله نړیواله ټولنه باید په افغانستان کې د وېش پر ځای پر یووالي ټینګار وکړي.

هغه وايي: نن ورځ افغانې نجونې او ښځې یوازې تر شپږم ټولګي پورې د زده کړو حق لري او له عامه ژوند څخه بې برخې دي. د «اجباري پوښښ» قوانین د طالبانو له خوا د ښځو د خپل سري نیونو لامل شوی، چې د «جنسي توپیر» په اړه یې اندیښنې او بحثونه راپورته کړي دي.

د ملګرو ملتونو ځانګړی ریپورټر دا هم وايي: «په افغانستان کې مدني سرغړونکي په بشپړه توګه ځپل شوي دي، تاوتریخوالی او وېرول د خلکو د کنټرول وسیله ګرځېدلی چې د دې حالاتو رامنځته کوونکي باید ځواب ورکوونکي هم ووسي.»

د هغه په ​​وينا، نړيواله ټولنه بايد پر دې ټينګار وکړي چې؛ د افغانستان يووالي او د وضعيت عادي کېدلو لپاره «د بشري حقونو او د ښځو او نجونو د حقونو ټینګولو» ته کار وکړي.

د یوې پوښتنې په ځواب کې بینیټ وویل: «د دې لپاره چې بشري حقونه د ټولو لوریو همکارۍ ته اړتیا لري؛ نو موږ باید له طالبانو سره خبرې وکړو، که څه هم دا به یو ستونزمن ګام وي، خو بیا هم خپلې لارې چارې لري. د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو حقونو مسئله باید هر پلاوي سره او د هرې غونډې په خبرو کې مطرح شي.»

ښاغلي بینیټ ویلي چې زیاتره اسلامي هیوادونو د نجونو د تعلیم او تربیې په اړه د طالبانو پر قوانینو نیوکې کړې او ویلي یې دي: «طالبان د ښځو او نجونو د تعلیم، زده کړې او کار په وړاندې خنډ ګرځېدلي، د اسلامي هېوادونو په ګډون بل هېڅ هیواد د ښځو او نجونو د زده کړې په اړه داسې نظر نه لري.»