افغانستان

بنفشې یعقوبي د ۲۰۲۴ کال د «زړورې مېرمنې» ډالۍ تر لاسه کړه

د آمریکا د متحده آيالاتو د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې افغانستان د بشري حقونو کمېسیون پخوانۍ غړې بنفشه یعقوبي او ۱۱ نورو مېرمنو د ۲۰۲۴ کال «زړورې مېرمنې» ډالۍ ترلاسه کړې ده.

د آمریکا د بهرنیو چارو د وزارت په اعلامیه راغلي چې مېرمن یعقوبي «له ړوندوالي» سره سره کلونه د هغو مېرمنو لپاره کار کړی چې له تاوتریخوالي سره مخ وې.

ټاکل شوې چې دا ډالۍ په دوشنبه د آمریکې د لومړنۍ مېرمنې جېل بایډن او د آمریکا د متحدو ايالتونو بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن له خوا وړاندې شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو له راتلو سره افغان مېرمنې له ګڼو ټولنیزو اقتصادي ستونزو سره مخ دي، او د ټولنیز پرمختګ لارې پرې تړل شوې.