افغانستان

مک کال له افغانستان څخه د آمریکا د وتلو په تړاو د بلنکن د نیولو ګواښ کړی

د آمریکې د متحده ایالتونو د استازو د مجلس د بهرنیو اړیکو د کمیټې مشر؛ مایکل مک کال یو ځل بیا د آمریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن ته د قانوني اقدام (نیولو) ګواښ وکړ.

د ډیلي میل د راپور پر اساس؛ دا آمریکايي سناتور وايي؛ چې د آمریکې د بهرنیو چارو وزیر له افغانستان څخه د آمریکا د وتلو په باب د اسنادو په اړه د کانګرس د ډېرو غوښتنو پر وړاندې خنډونه رامنځته کړي دي.

مایکل مک کال په یوه لیک کې چې محتوا یې ډیلي میل خپره کړې ویلي: « د خواشینۍ ځای دی چې له افغانستان څخه له وژونکې او بې نظمې وتنې دوه کاله وروسته لا هم د بهرنیو چارو وزارت په دې برخه کې سیاسي لوبې کوي.»

د دې راپور له مخې؛ د آمریکا د استازو په جرګه کې جمهوريت غوښتونکي د داسې اسنادو په لټه کې دي؛ چې ښايي له دوه نیمو کلونو وروسته له افغانستانه د آمریکا د «ناوړه وتلو» په اړه ځوابونه وړاندې کړي.

مک کال په دې لیک کې ویلي؛ که انتوني بلینکن د دې کال د مارچ تر شپږمې نیټې پورې د «(AAR) له کړنې مخکې پلټنې» ټیم ته د مرکې د یادداښتونو په چمتو کولو کې پاتې راشي؛ نو د کانګرس کمیټه به نوموړی «کانګرس ته په سپکاوي» ثبت کړي.

که دغه آمریکايي سناتور دې ګواښ ته سر ټیټ کړي؛ نو دا به د آمریکې په تاریخ کې لومړی ځل وي؛ چې د بهرنیو چارو وزیر به «کانګرس ته د سپکاوي» په تور نیول کیږي.