افغانستان

د هرات زلزله ځپلي: په خیمو کې ژوند کوو، سرپناه نه لرو

په هرات کې د پنځې میاشتې مخکنۍ زلزلې زلزله ځپلي وايي چې لا هم تر خیمو لاندې ژوند کوي او مناسبه سرپناه نه لري.

دغه زلزله ځپلي زياتوي، چې د سړې هوا او د تودوخې د اسانتياوو د نشتوالي له امله يې ماشومان ناروغه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې، نړیوال بانک او د اسیا پراختیايي بانک د چهارشنبې په ورځ په خپله تازه نظر پوښتنه کې ویلي چې د هرات له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره ۴۰۳ میلیون ډالرو ته اړتیا ده.

په هرات کې پنځه میاشتې وړاندې مرګونې زلزله د دې لامل شوه چې قندي ګل خپل هرڅه له لاسه ورکړي.

وايي، هغه کور چې له کلونو کار وروسته يې جوړ کړی و په څو شېبو کې په کنډواله بدل شو.

اوس قندي ګل او د هغې د پنځو ماشومانو په ګډون د کورنۍ اته غړي تر یوې خیمې لاندې ژوند کوي.

د هغې په وينا، طالبانو او مرستندويه موسسو ورسره د ستونزو په هواري کې مرسته نه ده کړې.

قندي ګل- د هرات اوسېدونکې وایی: “زلزله ځپلي یوو، د اتو یا نهو کسانو کورنۍ یو، موږ د خیمې لاندې ژوند کوو، هوا ډیره سړه ده. زما ماشومان واړه دي، نه اوبه شته او نه لرګي، هم ساړه دي، دوی ساړه وهي، موږ د تودولو لپاره جامو، بوټانو او ګرمې خولۍ ته اړتيا لرو او زموږ دعا دا ده چې زموږ لپاره کور جوړ کړي.”

د ملګرو ملتونو د تازه معلوماتو پر بنسټ، په هرات کې د زلزلې له امله تر دیارلس زره زیات کورونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي، خو تر اوسه پورې جوړ شوي کورونه تر څلور زره کم دي.

د خیمو یو شمېر اوسیدونکي وايي، دوی د خوراکي توکو، جامو او سرپناه په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي او شاوخوا پنځه میاشتې تېرې شوې، خو لا هم د دوی وضعیت ته پام نه دی شوی.

حمیرا- د هرات اوسېدونکې وایی: “موږ سم فرش نه لرو، موږ سمه غالۍ نه لرو، موږ د خپلو ماشومانو لپاره بخارۍ نه لرو چې شاوخوا ته یې کېني او تاوده شي، د اور سوځولو لپاره لرګي نشته، هوا سړه ده. موږ په خیمو کې ژوند کوو.”

حبیبه- د هرات اوسېدونکې وایی: “زلزله ځپلي کورونه ټول ویجاړ شوي، موږ دوه کورونه لرو، ټول خاورې شول، نه جوړېږي، دوی موږ ته خیمه هم نه ده راکړې، موږ خیمې ته اړتیا لرو.”

د ملګرو ملتونو د پراختيايي پروګرام، نړيوال بانک، اسيايي پراختيايي بانک او اروپايي ټولنې نوي نظر پوښتنه ښيي، چې د هرات زلزلې د هرات د نهو ولسواليو اوسېدونکو ته نږدې درې سوه ميليونه ډالره زيان اړولى، چې د خلکو پر وضعيت يې اغېز کړى دى. او په پایله کې یې ۲.۲ میلیونه خلک، اغېزمن کړي دي.

ایندریکا راتوت، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکی وایی: “له ناورین وروسته د نظر پوښتنې موندنې په هرات کې د زلزلې ژورې اغېزې ښیي. موږ ژمن یو چې نه یوازې سمدستي اړتیاوې پوره کړو بلکې دوی ته ډاډ ورکړو ترڅو د زلزلې له امله د اغېزمنو خلکو لپاره د دوامداره او بنسټیزې بیا رغونې لپاره دوی ته ځواب ورکړو.”

په هرات کې د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په میاشت کې زلزله وشوه چې په پایله کې یې د مالي زیانونو تر څنګ تر ۱۵۰۰ ډېر کسان مړه او تر ۲۶۰۰ ډېر ټپیان شول.