افغانستان

افغانستان کې د یوه امریکايي زنداني مېرمنې له بایډن وغوښتل چې پر طالبانو فشار زیات کړي

د رایان کوربټ مېرمن آنا کوربټ چې خاوند یې د ۲۰۲۳ زېږدیز کال له اګسټ میاشتې راهیسې د طالبانو له خوا نیول شوی و، د دوشنبې په ورځ د خپل واده په شلمه کلیزه کې یې په ښکاره ډول د بایډن له دولت څخه وغوښتل چې د هغې د خاوند د خوشي کولو لپاره د طالبانو د اړ ایستلو لپاره اقدامونه زیات کړي.

اغلې کوربټ له یوې امریکايۍ رسنۍ سره په مرکه کې ویلي: «له دولت څخه هیله کوم، مخکې له دې چې د رایان روغتیا په بشپړه ډول خرابه شي او نه جبرانېدونکی جسمي او روحي زیان ورته ورسېږي، ژرترژره هغه کور ته راوګرځوي.»

هغې عمان کې د طالبانو د دوو زندانیانو د ازادۍ لپاره د امریکا دولت پر پرېکړې په نیوکې، زیاته کړې چې عمان کې له کورنۍ بند څخه د ګوانتانامو د دوو پخوانیو زندانیانو ازادي باید د هغې د خاوند د دوسیې په تړاو له کوم امتیاز پرته نه وای ترسره شوې.

د دغه امریکايي زنداني د مېرمنې په باور: «ستونزه دا ده چې د رایان د ازادۍ لپاره د پرمختګ نشتون سربېره، لیدل کېږي داسې لار چې کېدای شي کور ته د هغه د راګرځولو لپاره وکارول شي، څنګ ته اېښودل کېږي.»

اغلې کوربټ په دوام کې زیاته کړه، چې د طالبانو له خوا د رایان کوربټ له نیول کېدو راهیسې یې درې ځله له هغه سره خبرې کړې دي.

هغه وايي چې د خپل خاوند روغتیا ته اندېښمنه ده.

په دې لړ کې آنا ادعا کوي چې د بایډن دولت له چارواکو له دې جملې د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت له مرستیال جک سالیوان سره یې هم لیدلي، خو هغوی  د دې «ناقانوني نیونې» په اړه هېڅ معلومات نه دي ورکړي.

له دې مخکې العربیه د خپلو سرچینو له قوله راپور ورکړی و، چې ټاکل شوې وه متحده ایالات نن رایان کوربټ د اسامه بن لادن له سلاکار محمد رحیم حقمل سره تبادله کړي چې دا راپور د امریکا له خوا «ناسم» بلل شوی و.