افغانستان

د دوحې غونډه او په وړاندې یې غبرګونونه

د دې غونډې په دویمه ورځ په کابل کې د روسیې سفارت اعلان وکړ چې د روسیې پلاوی به د افغانستان د مدني ټولنې له استازو او د افغانستان لپاره د هېوادونو له ځانګړيو استازيو سره په دې غونډه کې ګډون ونه کړي.

له بلې خوا، په کاناډا کې د بشري حقونو د فعالانو د ټولنې غړي له ملګرو ملتونو غواړي چې د ځانګړي استازي په ټاکلو کې دې له «پاملرنې» کار واخلي.

د دوحې غونډې له ترسره کېدو او د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتریش له ګډون سره هم مهاله؛ د روسیې سفارت د مدني ټولنې د استازو پر ټاکلو نیوکه کړې ده.

دغه سفارت اعلان کړی چې د مدني ټولنې استازي په غیر شفاف ډول غوره شوي او د روسیې پلاوی به د افغانستان د مدني ټولنې له استازو او د افغانستان لپاره د هېوادونو له ځانګړيو استازو سره په غونډه کې ګډون ونه کړي.

په کابل کې د روسیې د سفارت د خبرپاڼې پر بنسټ، مسکو د دوحې د ناستې په تړاو د طالبانو د دریځ په اړه داسې نظر لري.

د روسیې سفارت د خبرپاڼې په یوه برخه کې راغلي: «طالبانو هم زموږ پرېکړه په “مننې او قدردانۍ” منلې ده. مسکو د دوحې په غونډه کې د نه ګډون په اړه د طالبانو پرېکړه معقوله ګڼي.»

له دې سره هم مهاله د انتقالي عدالت د همغږۍ ډلې په افغانستان کې د جګړې د قربانیانو د شتون پر اهمیت ټینګار کړی دی.

د دغې ډلې په خبرپاڼه کې راغلي چې په دا ډول غونډو کې د قربانيانو د غږ پورته کول به اصلي او عادلانه حل لاره رامنځته کړي.

د دې ډلې په خبرپاڼه کې ټینګار شوی چې د دوحې په ناسته کې ښکیلې خواوې باید داسې چوکاټ ته ژمن واوسي چې د جګړې قربانیان د سولې او ملت جوړونې د هڅو په مرکز کې ځای پر ځای کړي.

له بله پلوه، د بشري حقونو د فعالانو د ټولنې غړو د کاناډا په کلګري ښار کې په یوه اعتراض کې له ملګرو ملتونو غوښتي چې د ځانګړي استازي په ټاکلو کې له پوره پاملرنې کار واخلي.

د بشري حقونو د فعالینو د ټولنې یو غړی وایي: «د افغانستان د خلکو په استازیتوب، موږ له ملګرو ملتونو څخه غواړو چې د ډیپلوماسۍ او سولې په هڅو کې د ګډون پر مهال د ملګرو ملتونو د منشور او د خپلو همغږي کوونکو د خبرپاڼو او کړنو د بې طرفۍ په اړه د چلند او تنظیمي اصولو نور احکام پلي کړي.»

په کاناډا کې د بشري حقونو د فعالینو ټولنې غړی صدیق الله توحیدي وايي: «له نړۍ څخه زموږ غوښتنه دا ده چې له طالبانو سره هر ډول تعامل بند کړي. دا ډله د افغانانو پر برخلیک د واکمنۍ لپاره مسلط شوې ده.»

که څه هم تمه کېده چې د دوشنبې په ورځ په دوحه کې د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی وټاکل شي، خو ځینو سرچینو امو ټلویزیون ته ویلي چې د دې میاشتې په وروستیو ورځو کې به د امنیت شورا له خوا ځانګړی استازی وټاکل شي.

پاکستان د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د دوحې په غونډه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د ټاکلو ملاتړ کوي.