افغانستان

روسي پلاوي د دوحې په ناسته کې د افغانستان د مدني ټولنې له استازو سره له کتنې ډډه وکړه

A view shows the state flag of Russia before a meeting of Russian President Vladimir Putin with French President Emmanuel Macron in St. Petersburg, Russia May 24, 2018. REUTERS/Grigory Dukor

په کابل کې د روسیې سفارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې روسي پلاوی به په هغه ناسته کې ګډون ونه کړي چې د افغانستان د مدني ټولنې د استازو او د افغانستان لپاره د هېوادونو د ځانګړو استازو ترمنځ په دوحه ترسره کېږي.

په اعلامیه کې ادعا شوې چې د مدني ټولنې د استازو غوره کول «په غیرشفاف» ډول شوي دي.

دغه سفارت ویلي چې طالبانو هم د «مننې او ستاینې» په څرګندولو د دوی تصمیم منلی دی.

د روسیې سفارت ټینګار کړی چې مسکو د دوحې په غونډه کې د ګډون نه کولو په اړه د طالبانو پرېکړه «منطقي» بولي.

په اعلامیه کې راغلي، د طالبانو استازو ته وړاندیز وشو چې یوازې د ناستو په فرعي برخو کې ګډون وکړي او د دوحې ناستې پلانوونکو د «ټول افغانستان» په استازیتوب د ګډون په هکله د طالبانو غوښتنو ته بې پامي وکړه.