افغانستان

خبریال منصور نیکمل د طالبانو له بنده خوشی شو

د افغانستان د خبریالانو مرکز وایي چې د «خامه پرس» خبري آژانس مسوول مدیر منصور نیکمل چې تېره ورځ د طالبانو ل‌خوا په کابل کې نیول شوی و، خوشی شوی دی.

دغه بنسټ په یوه خبرپاڼې کې ویلي چې د رسنیو په چارو کې د طالبانو مستقیمه لاسوهنه او همداراز د خبریالانو خپلسرې نیونې «په جدي توګه» د اندېښنې وړ دي او ددې بهیر د پای ته رسولو غوښتونکی دی.

د «خامه پرس» د متیاز خاوند خوشنود نبي‌زاده د دغه خبریال د خوشي کولو په تاییدولو سره پر ایکس پاڼه لیکلي چې ښاغلی نیکمل د «طالبان د امربالمعروف وزارت په بند کې» له یوې شپې تېرولو وروسته د یکشنبې سهار خوشی شوی دی.

منصور نیکمل تېره ورځ د طالبانو د نظر وړ حجاب نه رعایتولو له امله د ښځو د وروستیو نیونو او په کابل ښار کې یې ښځو پر حضور یې د اغیز په اړه د راپور خپرولو له امله د طالبان د امربالمعروف وزارت ته وربلل شوی و.

د خامه پرس د امتیاز خاوند ویلي وو چې ددې رسنۍ مسوول مدیر تېره ورځ سهار مهال په کابل کې دغه وزارت ته په ورتلو له پلټنو سره مخ او نیول شوی و.

دا په تېره یوه میاشت کې د طالبانو له خوا د خبریالانو د نیول کېدو پنځم مورد دی.