افغانستان

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د بیانیې په خپرولو، د دوحې په ناسته کې ګډون رد کړ

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې د دوحې په غونډه کې د خپلو استازو ګډون رد کړ.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د ملګرو ملتونو له خوا د دوی شرطونه نه دي منل شوي، نو د طالبانو استازي به سبا او بله ورځ د دوحې په غونډه کې ګډون ونه کړي.

طالبانو له ملګرو ملتونو غوښتي وو چې په دې غونډه کې دوی د افغانستان د یوازني مسوول او استازي په توګه ګډون کوي او د ملګرو ملتونو له پلاوي سره دې په لوړه کچه خبرې وکړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت همدارنګه ویلي چې له دوی سره به خبرې هغه وخت پرمختګ وکړي چې ملګري ملتونه په اوسنیو واقعیتونو پوه شي او د څو محدودو خواوو تر فشار لاندې نه وي.

په همدې حال کې ملګرو ملتونو ویلي، چې د دوحې غونډه به سبا د دغه سازمان د سرمنشي او د هېوادونو د ځانګړو استازو په حضور کې جوړه شي.

سبا او بله ورځ دوحه د افغانستان په اړه د یوې غونډې کوربه‌توب کوي. د ملګرو ملتونو د سرمنشي او د هېوادونو او سیمه ییزو سازمانونو ځانګړي استازي په دغه غونډه کې ګډون کوي.

خو طالبان په وروستيو شېبو کې شاته شول. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د ملګرو ملتونو له خوا د دوی د شرطونو د نه منل کېدو له امله به د دوحې په غونډه کې د دوی استازي ګډون ونه کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د طالبانو دوه شرطونه په دې ناسته کې د افغانستان د یوازیني مسوول او استازي په توګه د دوی ګډون او د طالبانو او ملګرو ملتونو ترمنځ په لوړه کچه د ټولو مسایلو په اړه د خبرو اترو د زمینې برابرول دي. یعنې ظاهراً د دې سازمان د عمومي منشي په کچه د خبرو کول.

د غونډې اجنډا له نړۍ سره د طالبانو په ګډون د افغانستان د بیا یو ځای کېدو او د یو لا منظم، همغږي او جوړښتیز نړیوال ګډون پر څرنګوالي خبرې کول دي. د امنیت شورا د ۲۷۲۱ پریکړه لیک او د ملګرو ملتونو د خپلواکې ارزونې پر وړاندیزونو تکیه، چې تر ټولو مهم یې د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي ټاکل دي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک وايي: «د افغانستان په اړه به دا غونډه د سیمه ییزو سازمانونو او غړو هېوادونو له استازو سره وي، له طالبانو سره هم ناستې کیږي، او د ښځو د ډلو په ګډون به د مدني ټولنې له استازو سره هم ناسته وي، ځکه دا مهمه ده چې د افغان ښځو غږ باید په لوړ او روښانه توګه واوریدل شي.»

طالبانو له پیله د دې پروسې له دوو مهمو برخو سره مخالفت کاوه. د ځانګړي استازي له ټاکلو او په افغانستان کې د یوه ټول ګډونه سیاسي جوړښت له رامنځته کولو سره.

که څه هم د دوحې غونډې د بلنې کارت هم د طالبانو تر دروازې ورسېد؛ خو اوس يې بلنه نه ده منلې. په دې سره به طالبانو ته له سیمې سره د خپل تعامل ښکاره کول او په دوحه کې د نه ګډون پایلې څه وي؟

سیاسي کارپوه عزیز رفیعي وايي: «د دوحې په ناسته کې د طالبانو د ګډون پرېکړه د سیمه ییز ایتلاف او نړیوال ایتلاف په تړاو د دوی د دوه زړه توب له امله ده، که طالبان په هغه سیمه ییز ایتلاف کې ګډون ته دوام ورکړي، چې دوی ورسره یو ځای شوي او نور ملاتړ یې وکړي، په حقیقت کې به له نړیوال ایتلاف سره مخامخ شي.»

د ملګرو ملتونو خپلواکه ارزونه د دوحې د غونډې د بحثونو بنسټ جوړوي او ښايي د افغانستان د سیاسي راتلونکي د لارې نقشه هم وي. هغه ارزونه چې په نړۍ کې د افغانستان ادغام او تر یو لړ شرایطو لاندې له طالبانو سره د تعامل وړاندیز کوي؛ شرایط لکه په ټولو جوړښتونو کې د ښځو ګډون، د یوه ځانګړي استازي له خوا د ښکېلو خواوو ترمنځ د سولې د خبرو اترو زمینې برابرول او په پای کې په افغانستان کې د یوه ټول ګډونه نظام رامنځته کول. ځينې وايي چې د دې پروسې له برخو سره د طالبانو مخالفت او د دوحې په غونډه کې د هغوی نه ګډون ښايي دا پروسه ورو کړي، خو د نړيوالې ټولنې هوډ نه شي کمزوری کولی.

ملګرو ملتونو ویلي، چې دغه غونډه به د فبرورۍ په ۱۸مه او ۱۹مه جوړه شي او د دغه سازمان سرمنشي به د ګډون لپاره سبا دوحې ته ولاړ شي.