افغانستان

د بخښنې نړیوال سازمان: د دوحې ناسته باید «د طالبانو تر واکمنۍ لاندې بشري حقونو د سرغړونې معافیت» پای ته ورسوي

د بخښنې نړیوال سازمان د دوحې د غونډې پر ګډونوالو غږ کړی چې د طالبانو تر ادارې لاندې په افغانستان کې له بشري حقونو د سرغړونو د مجازاتو معافیت پای ته ورسوي.

دغه سازمان په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې زیاتېدونکو بندیزونو ته په اشارې سره د دوحې د غونډې له ګډونوالو غوښتي چې د بشري حقونو ننګونې په ځانګړې توګه په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې بندیزونه جدي ونیسي.

له بلې خوا د ښځو او ماشومانو د ملاتړ شبکې په افغانستان دننه او بهر د ۳۵ ښځینه فعالانو په استازیتوب په یوه ګډ لیک کې د دوحې غونډې له ګډونوالو غوښتي؛ چې په افغانستان کې د طالبانو له خوا “جنسیتي تبعیض” په رسمیت وپیژني.

په داسې حال کې چې د دوحې غونډې ته یوازې یوه ورځ پاتې ده، د بخښنې نړیوال سازمان د غونډې له ګډونوالو غوښتي چې د طالبانو تر ادارې په افغانستان کې له بشري حقونو د سرغړونو د مجازاتو معافیت پای ته ورسوي.

دغه سازمان د دوحې غونډه د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو د تبعیضي سیاستونو پر وړاندې د یو متحد او همغږي نړیوال لید د رامنځته کولو لپاره یو ښه فرصت ګڼي.

د بشري حقونو د څار ادارې یو له لوړ پوړی مسوول دپار موپنا وايي: «په دوحه کې راتلونکې غونډه د ټولو افغانانو د حقونو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو د خوندیتوب په اړه د ګډ اقدام لپاره یو مهم فرصت دی. دا اړینه ده چې د معافیت کلتور ته په جدي توګه چې طالبان یې له مخې له بشري حقونو سخت سرغړونې کوي، په جدي توګه پام وشي.»

له بلې خوا، د ښځو او ماشومانو د ملاتړ شبکې د افغانستان په دننه او بهر کې د ۳۵ تنو ښځینه فعالانو او ۱۷۰ تنو په استازیتوب په یوه ګډ لیک کې د دوحې د غونډې له ګډونوالو غوښتي؛ چې په افغانستان کې د طالبانو لخوا جنسیتي تبعیض په رسمیت وپیژني.

په همدې حال کې په افغانستان کې یو شمېر ښځې او نجونې وايي چې له تېرو دوو کلونو راهیسي له سختو شرایطو سره مخ دي او د یوې حل لارې د موندلو غوښتونکې دي.

سبا ملګري ملتونه د عمومي منشي په مشرۍ د افغانستان په اړه په دوحه کې د سیمې او نړۍ هېوادونو د ځانګړيو استازو دویمه غونډه کوي.

لکه څنګه چې ملګرو ملتونو ډاډ ورکړی، چې په دې غونډه کې به د افغان ښځو غږ تر بل هر وخت لوړ وي.