نړۍ

د خان یونس پر یوه روغتون د اسراییلي ځواکونو برید

اسراییلي پوځیانو له څو اونیو محاصرې وروسته د غزې په سویل کې په خان یونس ښار کې پر ناصر روغتون برید وکړ.

د اسرائیلو یو شمېر لوړ پوړو وزیرانو د پنجشنبې په ورځ د غزې تر جګړې وروسته د فلسطیني دولت له جوړېدو سره مخالفت وکړ.

د اسرائیلو د لومړي وزیر دفتر هم ویلي دي چې اوس مهال فلسطینیانو ته د ډالۍ ورکولو لپاره د خبرو اترو وخت نه دی.

له څو اونیو محاصرې وروسته اسراییلي پوځیانو پر دغه روغتون برید وکړ.

په تازه برید کې یو کس وژل شوی، یو شمېر نور ټپیان شوي او څو تنه د اسرائیلي پوځیانو له لوري نیول شوي دي.

د اسراییلو د پوځ ویاند دانیل هاګاري وايي: «موږ د خوشې شویو یرغمل شویو په ګډون د ډېری سرچینو څخه باوري معلومات لرو چې حماس د خان یونس په ناصر روغتون کې یرغمل نیولي دي او ممکن ناصر روغتون کې زموږ د یرغمل شویو جسدونه وي.»

هلته د بې پولې ډاکټران وایي، څو خله یې غوښتنه کړې، چې پر دغه روغتون دې د برید مخه ونیول شي.

ناصر روغتون چې د زرګونو بې ځایه شویو او سلګونو ټپیانو کوربه و، په تېرو دوو ورځو کې اړ شول د غزې تړانګې نورو ځایونو ته ولاړ شي.

فلسطینی بې ځایه شوی محمد مغربي وايي: «نن سهار دوی وویل چې خوندي لاره ده، موږ لاړو خو دا خوندي نه وه، دوی موږ ته د بلدوزرونو او ټانکونو سره نږدې شول، زموږ سره یې بد چلند وکړ، موږ یې د څلورو ساعتونو لپاره د لمر لاندې وساتلو، په هرو ۳۰ دقیقو کې یې ۵، ۳ یا ۲ کسانو ته د تللو اجازه ورکوله.»

له دې سره د غزې روغتیا وزارت اعلان کړی چې په غزه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۲۸۶۶۳ ته رسېدلی دی.

دلته، په رفح ښار کې د کډوالو په پنډ غالي کې بیا یو شمېر خلک له ډزو او بریدونو د خبل فکر بدلونې په موخه د ولیبال سیالۍ کوي.

فلسطینی بې ځایه شوی جهد ابو قمبز وايي: «موږ د ټولو ټپیانو، وژنو او شهیدانو له لیدلو وروسته د فکر بدلونې لپاره والیبال لوبه کوو، زموږ وضعیت واقعیا ستونزمن دی. موږ هڅه کوو چې څومره چې کولی شو خپله روحیه لوړه کړو.»

خو اسرائیل ښايي ډېر ژر د رفح پر ښار ځمکنی برید وکړي. د اسټرالیا، نیوزیلنډ او فرانسې په ګډون یو شمېر هېوادونو له اسراییلو غوښتي چې له دې برید ډډه وکړي.