افغانستان

آذربایجان د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې خپل سفارت پرانیزي

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د افغانستان لپاره د آذربایجان سفیر الهام محمدوف په کابل کې ددغه هېواد سفارت د پرانیستو رسمي مکتوب امیرخان متقي ته سپارلی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر هم په کابل کې د آذربایجان له سفارت سره د همکارۍ اعلان کړی دی. تر اوسه څرګنده نه ده چې دغه سفارت به کله پرانستل شي.

ځینې ​​کارپوهان وايي چې د ترکیې او آذربایجان ترمنځ د ستراتیژیکو اړیکو له امله د انقرې په هڅونې سره له طالبانو سره د باکو اړیکې رامنځ ته شوې دي.

یو شمېر ښځینه فعالانې هم له طالبانو سره د هېوادونو پر تعامل نیوکه کوي او وايي چې دوی په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړي توګه د ښځو له حقوتو پر سرغړونو سترګې پټوي.

آذربایجان د لومړي ځل لپاره د طالبانو تر ادارې لاندې په افغانستان د خپل سفارت د پرانیستلو هوډ لري.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په کابل کې د دغه هېواد سفیر الهام محمدوف د سفارت د پرانیستلو لپاره د اذربایجان د بهرنیو چارو وزارت رسمي لیک امیرخان مفتي ته سپارلی دی؛ خو دا څرګنده نه ده چې باکو به کله په کابل کې د خپل سفارت فعالیت پیل کړي.

آذربایجان په جمهوري نظام کې له افغانستان سره تودې اړیکې نه درلودلې؛ خو د تېر حکومت په وروستۍ میاشت کې، یعنې د ۲۰۲۱ کال د جولای په میاشت کې یې په افغانستان کې د سفارت د پرانیستلو پرېکړه وکړه. بالاخره، اوس دې هیواد د دې موخې لپاره ګام پورته کړ.

د پوهنتون استاد نصرالله ستانکزی وايي: «د ترکیې او اذربایجان تر منځ ستراتیژیکو اړیکو ته په کتو، زما په باور چې اذربایجان باید له طالبانو سره خپلې اړیکې د ترکانو په هڅونه جوړې کړي وي. او په یو ډول یې غوښتي چې د نورو هېوادونو په منځ کې چې له طالبانو سره په سیمه کې اړیکې لري، شاته پاتې نه شي.»

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په کابل کې د اذربایجان د سفارت په پرانیستلو کې همکاري کوي.

د لاجورد لاره چې یوه نړیواله ټرانزیټي لار بلل کېږي د افغانستان او اذربایجان تر منځ اړیکې ټینګوي؛ هغه لاره چې په ۲۰۱۸ کال کې پرانیستل شوه او افغانستان د ترکمنستان، اذربایجان او ګرجستان له لارې له ترکیې سره نښلوي.

له بلې خوا، طالبانو د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ د قره باغ په جګړه کې د اذریانو ملاتړ اعلان کړ. اوس که څه هم باکو طالبان په رسمیت نه پېژني، خو غواړي د طالبانو تر ادارې لاندې په افغانستان کې خپل سفارت پرانیزي.

د ښځو د حقونو فعاله هدیه صاحب زاده وايي: «زه د ښځو د حقونو د یوې فعالې په توګه، له دوی څخه پوښتنه کوم، که داسې یوه ترهګره ډله ستاسو په هیواد کې وای او د ښځو حقونه یې تر پښو لاندې کړي وای، نو بیا به یې ملاتړ کوئ؟»

طالبان وايي، له هېواده بهر د افغانستان ۳۸ سیاسي استازولۍ کنټرولوي.
په هېواد کې دننه هم د هېوادونو تر لسو ډېر سفارتونه او سیاسي استازولۍ فعالې دي.

په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ دوه نیم کاله تېر شول خو تر اوسه هیڅ هېواد دوی په رسمیت نه دي پېژندلي.

طالبان وايي چې د رسمیت پېژندلو لپاره به د نړۍ تر هیڅ فشار او شرایطو لاندې سلیم نه شي.