نړۍ

یو شمېر جمهوري غوښتونکي: ټرمپ د امریکا د ولسمشرۍ لپاره مناسب نه دی

په امریکا کې یو شمېر مخکښو جمهوري غوښتونکو د «ناټو متحدینو د پرېښودلو» په اړه د دونالډ ټرمپ د څرګندونو له‌امله پر هغه نیوکې کړې دي.

د امریکا د ولسمشرۍ لپاره د جمهوري غوښتونکو یو پخوانی نوماند کریس کریستي له اېن‌بي‌سي شبکې سره په مرکه کې ویلي چې ټرمپ د متحده ایالاتو د ولسمشرۍ لپاره مناسب نه دی.

ټرمپ له دې مخکې ویلي، که د ناټو غړي دغه سازمان ته په «منصفانه» توګه پیسې ورنه کړي او ولسمشر شي، د ناټو له متحدینو به د روسیې د بریدونو په وړاندې ملاتړ ونه‌کړي.

سپینې ماڼۍ له دې مخکې د ټرمپ د څرګندونو په غبرګون ویلي چې دا خبرې «ویروونکې او بېځایه» دي.

د سپینې ماڼۍ ویاند له دې څرګندونو وروسته رسنیو ته وویل، چې دا خبرې د امریکا ملي امنیت ګواښي، کورنی اقتصاد کمزوری او زموږ د متحدینو په وړاندې ژمنتیا له پوښتنې سره مخ کوي.

دا په داسې حال کې دي چې دونالد ټرمپ په جمهوري غوښتونکو او د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو په نوماندانو کې تر نورو مخکې کس بلل کېږي.