نړۍ

سپینه ماڼۍ: د روسیې او ناټو په اړه د ټرمپ څرګندونې «وېروونکې او بېځایه» دي

د رویټرز د راپور له مخې سپينې ماڼۍ، د روسیې او ناټو په اړه د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماند ډونالډ ټرمپ څرګندونې «وېروونکې او بې‌ځایه» بللې دي.

ټرمپ له دې مخکې په سویلي کورولینا ایالت کې په خپلو خبرو کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا د ناټو له متحدینو د روسیې د بریدونو په وړاندې ساتنه کوي که نه، ویلي: «نه، له تاسو ساتنه نه کوم، په اصل کې دوی (روسیه) هڅوم چې هر کار وغواړي ترسره یې کړي.»

د سپينې ماڼۍ یوه ویاند اندروبیتس د ټرمپ له دغو څرګندونو وروسته ویلي: «د وینې تویونکي رژیم له‌خوا زموږ د متحدینو په وړاندې یرغل ته هڅول، د کرکې وړ او ناانډوله دي او د امریکا ملي امنیت، نړیوال ټیکاو او زموږ ثبات له ګواښ سره مخ کوي.»

د شمالي اتلانتیک تړون (ناټو) د پنځمې مادې له مخې، د دې تړون پر یوه یا څو غړو هېوادونو پوځي برید د تړون پر ټولو غړو د برید په توګه ګڼل کېږي او غړي هېوادونه یې باید پروړاندې اقدام وکړي.

ټرمپ د بایډن له دولت مخکې د خپلې ولسمشرۍ پر مهال پر ناټو یو له سختو نیوکه کوونکو څخه و.

هغه ناټو سره د مالي او دفاعي مرستې د پرې کولو ترڅنګ، څو ځله پر دې چې امریکا دغه تړون ته تر خپلې ونډې ډېر لګښتونه ورکوي، نیوکه کړې ده.

خو د سپینې ماڼۍ ویاند د ټرمپ د دې څرګندونو په وړاندې ویلي چې جو بایډن د امریکا د ولسمشر په توګه د کار له پیل وروسته د امریکا ایتلافونه ژوندي کړل او ناټو اوس «ترټولو لوی او مهم» تړون دی.

ډونالډ ټرمپ د امریکا د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره د سیالانو ترمنځ د جمهوري غوښتونکو د مخکښ نوماند په توګه ګڼل کېږي.