سویلي آسیا

محسن داوړ د پاکستاني پولیسو په ډزو کې ټپي شو

په میرانشاه کې پر اعتراض کوونکو د پولیسو په ډزو کې د پاکستان د پارلمان مخکینی غړی او د دغه هېواد د ملي ډیموکراتیک ګوند مشر محسن داوړ ټپي شو.

پاکستاني چارواکو تایید کړې چې ښاغلی داوړ د شمالي وزیرستان په میرانشاه کې د پولیسو د ډزو له امله ټپي شوی دی.

د پاکستان د ملي ډیموکراتیک ګوند لوړپوړې غړې بشرا ګوهر ویلي چې دا پېښه د ټاکنو پایلو په اعلان کې د ځنډ په وړاندې د دغه ګوند د پلویانو د اعتراضونو پرمهال شوې ده.

ددغه ګوند غړو رسنیو ته ویلي چې ویلي یې دي چې پاکستاني پولیسو او پوځیانو ددغو اعتراضونو پرمهال د ډزو ترڅنګ اوښکې بهوونکی ګاز هم کارولی دی.

پاکستاني پولیسو د ښاغلي داوړ ټپي کېدل تایید کړي او ویلي یې دي چې د هغه روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ نه دی او ژوند ته یې ګواښ نشته.

د نوموړي ګوند لوړپوړې غړې بشرا ګوهر پر ايکس پاڼه د دې پوښتنې په کولو چې پر ښاغلي داوړ او د دغه ګوند پر غړو په ډزو کې چا لاس درلود؛ په دې هکله د پلټنو او د پېښې د عاملانو د نیولو غوښتنه کړې ده.