افغانستان

جاپان له تاجکستان سره «د افغانستان د پولو» په مدیریت کې مرسته کوي

د منځنۍ آسیا ټایمز ورځپاڼې په تاجکستان کې د ملګروملتونو د پراختیايي پروګرام له قوله راپور ورکړی چې د جاپان دولت د نړیوالې همکارۍ آژانس (جایکا) له لارې له افغانستان سره د «پولو مدیریت» پروژه له مالي پلوه تمویلوي.

ددې پروژې موخه، له افغانستان سره د دغه هېواد د پولو تضمینول، په دغه پوله د نشه‌يي توکو قاچاق مخنیوی او سوداګریزو چارو آسانتیا بلل شوې ده.

ددغه راپور له مخې، دا پروژه په ۲۰۱۵ کال کې پيل شوه؛ خو تر ۲۰۲۵ کال پورې به دوام وکړي.

جاپان له تاجکستان سره یو مرسته کوونکی هېواد دی چې تراوسه لسګونه میلیون ډالر د ملګروملتونو د پراختیایي پروګرام له لارې د دغه هېواد پرمختیا په موخه مرسته کړې ده.

له بلې خوا، په تاجکستان کې د جاپان سفیر توشیهیر آیکي ویلي: «جاپان سراتيژيکو اړخونو په تېره بیا په ټوله سیمه کې د سیاسي بدلونونو ته په پام سره، له تاجکستان څخه د هغو ننګونو په وړاندې ملاتړ کوي چې له افغانستان سره په پوله یې لري.»

جاپان همداراز ویلي چې دا مرستې له دې هېواد سره، له افغانستانه د نشه‌يي توکو د سوداګرۍ د ناوړه اغېزو په وړاندې مرسته کولای شي.

خو طالبانو تل ویلي چې په افغانستان کې د کوکنارو کښت او د نشه‌يي توکو قاچاق صفر ته رسېدلی دی.