نړۍ

بایډن په عراق کې د سفیر په توګه د جیکوبسن په ټاکلو سره له سختو نیوکو سره مخ دی

جوبایډن په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال د لیږد پر بهیر د څارونکي په توګه د تریسي جیکسن د کاري مخینې له امله د عراق لپاره د امریکا د سفیر په توګه د نوموړي په ټاکلو سره د کانګرس له توندو نیوکو سره مخ شوی دی.

د امریکا کانګرس ځینو غړو په افغانستان کې د ترسي جیکسن کاري مخینې ته په اشارې سره، په عراق کې د امریکا د سفیر په توګه د هغه پر ګمارلو نیوکه کړې ده.

د فاکس نیوز د راپور له مخې، د امریکا د استازو جګړې غړي کوري میلز ویلي: «جیکوبسن نه دی توانېدلی د زرګونه هغو افغان متحدینو لپاره چې ژمنې ورسره شوې وې وېزې تضمین کړي چې په پایله کې دوی د طالبانو له ځورونو سره مخ شول.»

ښاغلی جیکوبسن په ۲۰۲۱ کال کې پر هغه پروګرام څارنه لرله چې ټاکل شوې وه له افغانستانه بهر د امریکا متحدینو ته اجازه ورکړل شي ترڅو د طالبانو له واکمنۍ وروسته افغانستانه ووځي.

خو د فاکس نیوز د راپور له مخې، دا پروګرام د امریکا لپاره «لویه ماته» وه، ځکه چې د متحده ایالاتو زرګونه متحدین یې لالهانده کړل؛ خو نه یې شوای کولای چې افغانستان پرېږدي او د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې هم یو شمېر په چاودنو کې مړه او ټپيان شول.

د کانګرس د بهرنیو اړیکو په کمیټه کې سناتور نډ کروز په داسې حال کې چې عراق کې د امریکا سفارت لپاره د جیکوبسن له نوماندۍ سره موافق دی؛ خو د سفارت چارو د مخته وړلو لپاره د هغه د چمتوالي لپاره شک لري.

بایډن د ۲۰۲۱ په اګسټ کې جیکوبسن «د کډوالۍ د ځانګړو او افغانستان کې د امریکا د نورو متحدینو د ویزو غوښتونکو د تخلیې، لېږد او ځای‌پرځای کولو بهیر د مخته وړلو لپاره د دولت د هڅو د مسوول» په توګه وګوماره.