نړۍ

په چیلي کې د اورلګېدنې له‌امله تراوسه ۱۱۲ تنه مړه شوي دي

د چیلي په ځنګلونو کې له سختې اورلګېدنې وروسته د مړو شمېر ۱۱۲ تنو ته زیات شوی دی.

د شیلي ولسمشر ګابریل بوریک ویلي: «زموږ هېواد له لویې تراژیدۍ سره مخ دی.»

رویټرز ددغه هېواد چارواکو له قوله رپوټ ورکړی چې لا هم سلګونه تنه بې‌درکه دي او د تلفاتو د زیاتوالي احتمال شته.

ددغه هېواد مرستندویه ډلې د اورلګېدنې له امله د غونډیو په لمنو او ورانو شویو کورونو کې د مړو د موندلو په لټه کې دي.

په دغه هېواد کې اورلګېدنه له دوو ورځو راهیسې روانه ده او له امله یې ګڼ شمېر کورونه په بشپړ ډول وران شوي دي.