نړۍ

امریکا او بریتانیا د حوثي جنګیالیو پر ۳۶ مرکزونو بریدونه وکړل

امریکا او بریتانیا په سوریه او عراق کې د سپاه پاسداران او د ایران د نیابتي ځواکونو پر مرکزونو د بریدونو په دوهمه ورځ، په یمن کې د حوثیانو پر ۳۶ مرکزونو برید وکړ.

پنټاګون په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا بریدونه د حوثیانو د وسلو پر زېرمو، توغندويي سیستمونو، راکټونو او نورو پوځي مرکزونو چې په سره سمندر کې یې پر کښتیو په برید کې ترې کار اخیست ترسره شوي دي.

د رویټرز د راپور له مخې، په ټول یمن کې ۱۳ سیمې د امریکا او بریتانیا له ګډو بریدونو سره مخ شوې دي.

ویل کېږي چې دا بریدونه د استرالیا، بحرین، ډنمارک، کاناډا، هالنډ او نیوزیلند په ملاتړ ترسره شوي دي.

ددغو هېوادونو په ګډه بیانیه کې راغلي: «پر کښتیو د حوثیانو بریدونه یوه نړیواله ننګونه ده او زموږ موخه د کړکېچ کمول دي.»

دغو هېوادونو همداراز حوثي جنګیالیو ته خبرداری ورکړی چې د ګواښونو په وړاندې د کښتو او بېړۍ چلوونکو په دفاع کې به ځنډ ونه کړي.

این در حالی است که ایالات متحده دو روز قبل، ۸۵ موضع علیه سپاه پاسداران ایران و گروه‌های نیابتی این کشور را در عراق و سوریه مورد هدف قرارداد.

دا په داسې حال کې دي چې امریکا دوې ورځې مخکې، په عراق او سوریه کې د سپاه پاسدران او د ایران د نیابتي ډلو پر ۸۵ مرکزونو بریدونه وکړل.

خو د ایران د بهرنیو چارو وزارت یې په غبرګون کې وویل چې دا بریدونه له پخوا زیات امریکا په سیمه کې ښکېل کوي او په غزه کې د اسراییلو له جنایتونو ذهنیتونه غړوي.