سویلي آسیا

عمران خان او مېرمن یې د «غیراسلامي نکاح» په تور په اووه کاله زندان محکوم شول

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان او مېرمن یې بشرا بي بي د “غیرې اسلامي نکاح” په قضیه کې په اووه کاله بند محکوم شوي دي.

سیمه ییزو رسنیو راپور ورکړی، چې د سه‌شنبې په ورځ یوې مدني محکمې دغه حکم په اډیاله زندان کې، هغه ځای چې عمران خان اوس مهال په کې بندي دی صادره کړه.

همدارنګه محکمې هر یو د ۵۰۰ زره پاکستاني کلدارو په ورکولو محکوم کړي دي.

د دې قضيې مدعي خاور مونيکا، د عمران خان پخوانۍ مېرمن ده او د عمران خان او بشرا بي بي واده يې “غیر قانوني او غيرې اسلامي” بللى دى.

مونیکا په خپل شکایت کې ویلي، چې عمران خان او بشرا بي بي، چې د ښاغلي خان درېیمه مېرمن ده، له طلاق وروسته موده نه ده رعایت کړې؛ نو دا نکاح نه شرعي ده او نه هم اسلامي.

خو د عمران خان مدافع وکیل د محکمې دغه پرېکړه “غیرې اخلاقي” او “د شرم وړ” وبلله او هغه یې د “سیاسي” انګېزې له‌امله ګڼلې ده.

د عمران خان مدافع وکیل ګوهر خان وايي: «دا په تاریخ کې لومړی ځل دی چې قضیې ته په دوه ورځو کې د ١٤_١٤ ساعتونو په بهیر کې پاملرنه کېږي. موږ ته د شواهدو وړاندې کولو اجازه را نه کړل شوه. موږ ته د شواهدو معلوملو فرصت را نه کړل شو. نن ورځ قاضي هم حکم صادر کړ، خو د خپل حکم رسیدپاڼه ورسره نه وه.»

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې هم عمران خان او بشرا بي بي ته، د دولتي ډالیو د “غیر قانوني” خرڅلاو په قضیه کې، هر یو په ۱۴ کاله بند محکوم شول.

عمران د یوه ډیپلوماتیک محرم سفارتي سند د افشا کولو په قضیه کې هم لس کاله د بند په سزا محکوم شوی دی.

د عمران خان خور علیمه خان وايي: «نور څه کولی شو چې ووایو؛ هغه پیښې چې له تېرو دریو یا څلورو ورځو راهیسې پېښېږي او تاسو هم په محکمه کې ناست او شاهد یې یٸ، او کله چې د سایفر د قضیې د څېړلو په بهیر کې په پنجره کې یې موږ اچولي وو نو د قاضي چلند مو له لومړي وزیر او د بهرنیو چارو پخواني وزیر سره وکته.»

په همدې حال کې، عمران خان او مېرمن یې بشرا بي بي په یوه بله قضیه کې چې د «قادر ترست» په نامه یادېږي هم تورن دي.

دا په داسې حال کې ده چې تر بلې اونۍ په پاکستان کې ټول ټاکنې ترسره کېږي.

د تحریک انصاف ګوند، دا مهال د دولت او پاکستاني پوځ له زیاتېدونکي فشار سره مخ دی. پر دې سربېره دغه ګوند له خلکو غوښتي چې د فبرورۍ د اتمې په ټاکنو کې ګډون وکړي او د خپل برخلیک په ټاکلو کې رول ولوبوي.