نړۍ

ایران په سوریه او عراق کې د امریکا بریدونه په کلکه وغندل

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني په سوریه او عراق کې د تېرې شپې بریدونه په «کلکه» غندلي دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند نن شنبې وویل چې دا ډول بریدونه له پخوا زیات امریکا په سیمه کې ښکېلوي.

هغه دا بریدونه د عراق او سوریې له «واکمنۍ او ځمکنۍ بشپړتیا» سرغړونه بللې او هغه یې له نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې او د «ملګروملتونو له منشور څخه څرګنده سرغړونه» بللې ده.

له دې مخکې د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) اعلان کړی و چې د خپلو غچ اخیستوونکو اقداماتو په لومړي پړاو کې یې پر ۸۵ هدفونو په توغندویو، په دقیقو او هدایت شویو بمونو سره برید کړی دی.

له بلې خوا، د عراق د بهرنیو چارو وزارت په عکاشات او قایم سیمو کې د بریدونو په اعتراض کې چې له امله یې شپاړس تنه مړه او ۲۵ نور ټپيان شول، د امریکا سفیر وروغوښت.

په سوریه کې هم د بشري حقونو د څار بنسټ اعلان کړی چې ۱۸ جنګیالي یوازې په دغه هېواد کې وژل شوي دي.