نړۍ

له برید وروسته د سنتکام قوماندان: د امریکاییانو د خوندیتوب لپاره چې هر کار ته اړتیا وي ترسره به یې کړو

د امریکايي ځواکونو د مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) قوماندان جنرال مایکل کوریلا د تېرې شپې له بریدونو وروسته ویلي: «د ایران سپاه پاسداران د قدس ځواکونه او په هغې پورې اړونده ډلې د عراق، سیمې او امریکاییانو د امنیت لپاره مستقیم ګواښ دي.»

د سنتکام قوماندان د دې په بیانولو سره، هر کار چې د امریکاییانو د خوندیتوب لپاره اړین وي ترسره به شي، د خبرداري په توګه ټینګار کړی: «موږ به خپلو اقداماتو ته دوام ورکړو.»

له دې سره همهاله، د امریکا ولسمشر جوبایډن په اردن کې د متحده ایالاتو پر ځواکونو د هوايي برید د درېيو پوځیانو د مړو د ورسېدو په مراسمو کې ګډون وکړ.

د رویټرز د راپور له مخې، دغه درې امریکایي سرتېري د جورجیا ایالت ۴۶ کلن جروم ریورز، ۲۴ کلن کندي لادون سندرز او ۲۳ کلن برونا الکساندر اوسېدونکي وو.

ډیموکرات سناتور او د امریکا د سنا جرګې د وسله والو خدماتو د کمیټې رییس جک ریډ په عراق او سوریه کې د امریکايي ځواکونو د بریدونو په غبرګون کې کې ویلي: «په سوریه او عراق کې د ایران نیابتي ځواکونو ته لوی ګوذار ورکړ شوی او په منځني ختیځ کې د ایران ملاتړې ډلې باید درک کړي چې دوی هم به هم ځواب ویوونکي وي.»

هغه زیاته کړه: «زه د امریکا د پوځ مېړنیو غړو ته چې دا برید یې کړی سلام کوم او د ولسمشر بایډن له دې پياوړي اقدامه ملاتړ کوو، دا بریدونه له عاقلانه ديپلوماسۍ سره په همغږۍ روښانه پيغام لري چې امریکا به له خپلو ځواکونو او کارکوونکو د ساتنې لپاره مناسبو اقداماتو ته دوام ورکړي.

امریکايي ځواکونو تېره شپه په عراق او سوریه کې د ایران پر سپاه پاسداران او ددې هېواد د نیابتي ډلو پر ۸۵ مرکزونو بریدونه کړي دي.

تراوسه ایران په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی او د دغو بریدونو له امله تلفاتو جزییات نه دي خپاره شوي.