نړۍ

اوکراین هغه لوړپوړی قوماندان له دندې ګوښه کوي چې د روسیې خلاف د دې هېواد پر جګړې څارنه لري

د اوکراین دولت سپينې ماڼۍ ته خبر ورکړی، ددغه هېواد لوړپوړی قوماندان جنرال والري زالوژي چې د اوکراین پر جګړې څارنه لري له دندې ګوښه کوي.

رويټرز راپور ورکړی چې دغه لوړپوړی قوماندان د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زلنسکي سره د ځینو مسایلو پر سر اختلاف پيدا کړی.

د اوکراین دولت د جنرال والري زالوژي د ایستلو یو لامل په تېر کال کې د اوکرایني ځواکونو له ځوابي بریدونو وروسته د روسیې تر کنټرول لاندې سیمو په بېرته نیولو کې د هغه بې‌وسي بللې ده.

جنرال پالري زالوژي د اوکراین یو لوړپوړی قوماندان دی چې د روسیې خلاف ددې هېواد پر جګړې په تېره بیا په دونتسک سیمه کې څارنه کوي.

له بلې خوا، د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي د لوېدیځ له خوا د دوو هوايي دفاع دستګاوو د ترلاسه کولو خبر ورکړی دی.

زلنسکي وايي: «دغه دوه د هوايي دفاع دستګاوې هر شئ له منځه وړلای شي.»

هغه په یوه ویډیويي پيغام کې نوموړي هېواد ته ددغو دوو دافع هوا سیستمونو په رسېدو ویلي ددې دستګاوو د څرنګوالي په اړه جزییات نه‌شي ورکولای؛ خو د دغو دوو هوايي دفاع سیستمونو ترلاسه کول په تېرو څو میاشتو کې د سختو هڅو پایله ده.

نوموړي په دغه ویډیويي پيغام کې د اودیکا ښار وضعیت چې د روسي ځواکونو په کلابندۍ کې دی، «ډېر ستونزمن» بللی دی.

دا په داسې حال کې دي چې اوکراین تېره اوونۍ، د بوئينګ له خوا جوړ شوي سل توغندي ترلاسه کړل.