افغانستان

فایق: د طالبانو مخالفت به د ملګروملتونو د ځانګړي استازي د ټاکلو پر پرېکړې اغېز ونه کړي

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست وايي، د طالبانو مخالفت به د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي د ټاکلو په اړه د دغه سازمان پرېکړه بدله نه کړي.

نصیر احمد فایق آمو ته وایي چې د ملګرو ملتونو سرمنشي د ځانګړي استازي د ټاکلو په اړه له ټولو خواوو سره پر سلا مشورو بوخت دی؛ او د هغه په ​​وينا، تر اوسه د ټاکلو لپاره نومونه نه دي وروستي شوي.

ښاغلی فایق ټینګار کوي چې طالبان له ځانګړي استازي سره په همکارۍ نه کولو د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د نوي بهیر د سستولو په لټه کې دي او دا دریځ به په افغانستان کې د روان بحران د دوام لامل شي.

له دې سره هم مهاله، د ښځو اعتراضي خوځښتونو ملګرو ملتونو ته په یوه پرانیستي لیک کې له دغه سازمان څخه د فبرورۍ په میاشت کې د دوحې په غونډه کې د طالبانو د مخالفو ډلو د پیاوړي او معنی لرونکي شتون، په ځانګړې توګه د ښځو د ګډون غوښتونکي دي.

د دوحې غونډه د فبرورۍ په ۱۸مه او ۱۹مه نېټه په افغانستان کې د سیاسي بحران د حل لپاره د یوې نوې دروازې د پرانیستلو لید لري؛ دغه ناسته چې د ملګرو ملتونو سرمنشي یې د هېوادونو او سیمه ییزو سازمانونو له ځانګړي استازو سره جوړوي او تر ټولو مهمه برخه یې د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي ټاکل دي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست آمو ته وایي چې د ملګرو ملتونو سرمنشي او د هغه دفتر د افغانستان په مسٸله کې له ټولو ښکېلو خواوو سره د ځانګړي استازي د ټاکلو لپاره په سلا مشورو بوخت دي؛ خو د هغه په ​​وينا، تر اوسه يې نومونه وروستي شوي نه دي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق وايي: «د سرمنشي دفتر او سرمنشي خپله د مشورې په بهیر کې دی. تر اوسه نومونه نه دي وروستي شوي. ځکه چې موخه یې دا ده، تر هغو چې اړېنې مشورې له ښکېلو خواوو سره ترسره کړي، اړینه ده چې دوی د هېوادونو او ښکېلو خواوو نظرونه راټول کړي.»

یوه لوېدیځ ډیپلومات هم آمو ته وویل چې د ترکیې، اردن، متحده عربي اماراتو، جاپان او ناروې شخصیتونه د ځانګړي استازي په توګه د ټاکلو لپاره په پام کې نیول شوي دي. طالبانو ویلي، چې دوی نه یوازې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د ټاکلو مخالف دي، بلکې له هغه سره به همکاري هم ونه کړي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست وايي، د طالبانو له دې دریځ سره به د ځانګړي استازي د ټاکلو په اړه د دغه سازمان په هوډ کې کوم بدلون را نه شي. د هغه په ​​باور، طالبان ښايي له خپل دريځ سره په دې لټه کې وي چې له هغوى سره نړۍ په لا زیات تعامل کې واوسي.

ښاغلی فایق زیاتوي: «که مخالف واقع شي، زه فکر کوم چې طالبان به خپله دلته د بحران د دوام لامل شي. د نړیوالې ټولنې په دریځ کې به کوم زیان او ګډوډي را نه شي، ځکه هغوی هوډ لري چې خپل پیغامونه د یوه ځانګړي استازي په ټاکلو سره وکولای شي په ګډ غږ او دریځ تر طالبانو ورسوي.»

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ وايي، د دوحې غونډې ته د طالبانو او افغان مدني ټولنې د ګډون کوونکو نوملړ هم وروستی شوی نه دی. په ورته مهال د ښځو اعتراضي خوځښتونه غواړي چې د طالبانو مخالفو ډلو شتون په ځانګړې توګه د متعرضو ښځو ګډون، په دې مهمه غونډه کې پیاوړی وي.

د ښځو د حقونو فعاله ترنم سعیدي وايي: «د طالبانو د مخالفو ډلو د وړ استازو په نشتوالي کې، د دې ناستو پایلې به د افغانستان د خلکو لپاره د نه منلو وړ او له کاره لوېدلي وي.»

تمه کېږي چې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي په ټاکلو سره به د دوحې په غونډه کې د افغانستان د سیاسي راتلونکي لپاره د لارې نقشه د ملګرو ملتونو د خپلواکې ارزونې پر بنسټ مطرح او وروستۍ شي؛ داسې نقشه چې د افغانستان سیاسي کړکېچ له منځه یوسي او لید لوری یې په نړیواله ټولنه کې د افغانستان بیا ادغام، د نړیوال مشروعیت سره د یوه ټول ګډونه حکومت جوړول او په جوړښتونو کې د ښځو ګډون وي. خو تر دې ځایه د طالبانو او نړیوالې ټولنې تر منځ د نظر اختلاف زیات ښکاري.