سویلي آسیا

اسلام‌ آباد او د پاکستاني طالبانو تحریک د ټاکنو په بهیر کې پر نه اعلان شوي اوربند هوکړه کړې ده

اکسپرس تربیون د خپلو سرچینو له قوله راپور ورکړی چې د پاکستان حکومت او د دې هېواد د طالبانو تحریک د راتلونکې اوونۍ په ټاکنو کې پر نه اعلان شوي اوربند هوکړه کړې ده.

دغې ورځپاڼې ویلي چې دا اوربند د افغان طالبانو په تېره بیا حقاني ډلې په منځګړیتوب په شفاهي ډول اعلان شوی او د پاکستان تر سراسري ټاکنو پورې به دوام وکړي.

اکسپرس تربیون زیاته کړې چې په پاکستان کې په وروستیو بریدونو کې د هېڅ یوه مسوولیت د پاکستان د طالبانو تحریکک نه دی منلی.

د پاکستان حکومت تراوسه په رسمي توګه په دې اړه څه نه دي ویلي.

طالبانو هم د ټي‌ټي‌پي او پاکستان حکومت ترمنځ منځګړیتوب رد یا تایید کړی نه دی.

ټاکل شوې د پاکستان پارلماني انتخابات یوه اوونۍ وروسته د فبرورۍ په اتمه نېټه ترسره شي.