نړۍ

جان کربي «نجبا» ډله اردن کې د امریکا پر اډې د برید مسووله وبلله

د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي پرون په خبري ناسته کې وویل چې په اردن کې پر امریکايي ځواکونو وروستی مرګونی برید، د «نجبا» ډلې له‌خوا چې د ایران له لوري یې ملاتړ کېږي، ترسره شوی دی.

ایران نجبا او نورې تر خپل ملاتړ لاندې ډلې «د اسلامي مقاومت چورلیز» بولي او په اردن کې د امریکا پر اډې د برید مسوولیت له دې مخکې دغې ډلې منلی دی.

د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند همداراز ویلي چې په دې برید کې د کتائب حزب الله کړنو ته ورته اقدامات هم لیدل کېږي.

ښاغلي کربي وويل: «باوري یو د عراق اسلامي مقاومت چې د څو ډلو له دې جملې د کتایب حزب‌الله په ګډون یو ایتلاف دی، اردن کې د امریکايي ځواکونو پر اډې برید پلان کړی او سرچینې یې هم ورته برابرې کړې دي.»

د اردن په شمال – ختیځ کې او د سوریې پولې ته نږدې د امریکا پر یوې پوځې اډې د یکشنبې ورځې په توغندیز برید کې لږترلږه درې امریکايي سرتېري ووژل شول.

جان کربي ټینګار وکړ: «په دې اقدامونو کې داسې نښې شته چې کتایب حزب‌الله یې ترسره کوي. زموږ اطلاعاتي بنسټونو ویلي، چې دا کار د عراق اسلامي مقاومت په نوم یوې ډلې له خوا ترسره شوی دی.»

د «عراق اسلامي مقاومت (نجبا)» په نوم ډلې د تېرې اونۍ یکشنبه ورځ غزه کې د اسراییل له جګړې وروسته سیمه کې د امریکايي ځواکونو پروړاندې د مرګونو پېښو د پیل خبر ورکړی دی.