نړۍ

د اسراییلو لومړی وزیر په غزه کې د اونروا د تړل کېدو غوښتونکی شو

د اسراییلو لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو وایي چې د فلسطیني بېځایه شویو لپاره د ملګروملتونو مرسته رسوونکی سازمان (اونروا) دې په غزه کې د اسراییلي ځواکونو د هوايي بریدونو له زیاتوالي له‌امله په سیمه کې خپل فعالیت ودروي.

نتانیاهو د ملګروملتونو استازو ته په خطاب کې ویلي چې نړیواله ټولنه او په خپله ملګري ملتونه دې پوه شي چې د اونروا ماموریت باید پای‌ته ورسېږي.

بنیامین نتانیاهو وايي: «که غواړو چې د غزې ستونزه حل کړو، باید نور مرستندویه بنسټونه د اونروا پر ځای فعالیت وکړي.»

خو له دې مخکې د ملګروملتونو د عمومي منشي مرستیال مارتین ګریفیتس ویلي چې هېڅ بل بنسټ او سازمان نه شي کولای په غزه کې د انروا په شان فعالیت ولري.

اسراییلی چارواکو د انروا ځینې کارکوونکي د اسراییلو پر سویل د حماس د اکټوبر د ۷ نېټې په برید کې پر لاس لرلو تورن کړي دي چې په پایله کې د خپلو یو شمېر کارکوونکو د ایستلو او له دغه اژانس سره د مرسته کوونکو هېوادونو له خوا د مرستو د پام وړ کموالي لامل وګرځېد.

له بل لوري، د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش پر اسراییل په نیوکې سره ویلي: «هېڅ خبره نه شي کولای د غزې خلکو ته ډله‌ییز سزا توجیه کړي.»

د فلسطین د روغتیا وزارت د وروستیو شمېرو له مخې، پر غزې د اسراییل د برید له پیل راهیسې ۲۶ زره او ۹۰۰ فلسطیني وګړي وژل شوي او تر ۶۵ زرو زیات کسان ټپیان شوي دي.

په همدې حال کې د سزا نړیوالې محکمې تېره اونۍ غزه کې د تلفاتو د دوام پروړاندې اندېښنه څرګنده کړه او اسراییلو ته یې وویل چې له «نسل وژنې» د مخنیوي لپاره د غزې په عملیاتو کې ټول اقدامونه وکړي.

له دې ټولو سره سره ځینو نړیوالو رسنیو راپور ورکړی، چې د اسراییلو لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو له جګړې وروسته د غزې تړانګې د مدیریت لپاره د څو پړاو لرونکې طرحې په هڅه کې دی چې لومړي پړاو کې د اسراییلي پوځي دولت رامنځته کول شاملېږي.

د دې رسنیو د راپورونو له مخې، دویم پړاو کې د سعودي عربستان، مصر، مراکش، متحده عربي اماراتو، بحرین او نورو هېوادونو له خوا جوړ د نړیوال عربي ایتلاف رامنځته کېدل شامل وي.

راپورونه ښيي چې نتانیاهو جوته کړې؛ که دا طرحه «د ځانګړي مهال‌وېش» له مخې پایلې ته ورسېږي، اسراییل به فلسطین هېواد په رسمیت وپېژني.