سویلي آسیا

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان او مېرمن یې په ۱۴ کاله زندان محکوم شول

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند وایي چې د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان او مېرمن یې بشرخان د دولتي سوغاتونو د ناقانونه پلور اړوند دوسیې له امله، په ۱۴ کاله بند محکوم شول.

په دې حکم کې همداراز په دولتي بنسټونو کې د لسو کلونو لپاره له کار کولو بې‌برخې کېدل هم شامل دي.

بشراخان چې په بشرا بي‌بي شهرت لري، د حکم له صادرېدو لږ وروسته ونیول شوه.

دا حکم اسلام اباد کې د اختلاس ضد یوې محکمې له خوا یوه ورځ وروسته له هغې صادر شو چې ښاغلی خان په یوه بله دوسیه کې د دولتي اسرارو د افشا له امله په ۱۰ کاله زندان محکوم شوی دی.

د تېر زېږدیز کال په اګسټ میاشت کې یوې بلې محکمې خان د ۱۴۰ میلیون روپیو (کابو ۵۰۱ زره ډالرو) په ارزښت د دولتي ډالیو د پلور له امله په درې کاله زندان محکوم کړ.

د چهارشنبې ورځې حکم د همدې موضوع اړوند د ځواب ویلو ملي ادارې له خوا له څېړنو وروسته چې مېرمن یې هم هلته په دې دوسیه کې تورنه کړه، صادر شو.