نړۍ

امریکا د چینایي هکرانو شبکه چې بېخ‌بنسټونه یې په نښه کول غیرفعاله کړه

رویټرز خبري آژانس رپوټ ورکړی چې امریکا د چینایي هکرانو شبکه چې بیخ بنسټونه یې په نښه کول غیرفعاله کړې ده.

د دغه راپور له مخې، امریکا په وروستیو میاشتو کې د چینايي هکرانو په وړاندې د مبارزې لپاره چې توانېدلي زرګونه له انټرنیټ سره نښلول شوې دستګاوې له خطر سره مخ کړي، یو لړ عملیات پیل کړي دي.

د چینايي هکرانو بریدونو ته په پام سره چې د مخابراتو، ترانسپورت او جاسوسۍ مرکزونو په ګډون یې د امریکا حیاتي بېخ بنسټونه په نښه کړي، اوس په متحده ایالاتو کې د هکرانو د پراخ برید په اړه اندېښنې څو برابره شوې دي.

سرچینو رویټرز ته ویلي: «د امریکا د عدلیې وزارت او د فدرال د څېړنو دفتر (اېف‌بي‌ای) له لیرې د چینايي هکر کمپاین د غیرفعالولو لپاره د قانوني اجازې ترلاسه کولو په لټه کې دي.»

د متحده ایالاتو د ملي امنیت کارپوهانو ویلي، چې هکرانو د تېر کال په وروستیو کې د خپلو عملیاتو لمن پراخه او خپل ځینې تکتیکونه بدل کړي دي.

د دې کارپوهانو په وینا، دا ډول کړنې کولای شي چین ته د دې توان ورکړي چې له لیرې ځایه ارام سمندر او هند سیمه کې مهم بېخ‌بنسټونه چې په یو ډول د امریکا له پوځي عملیاتو ملاتړ کوي، ګډوډ کړي.

له بلې خوا امنیتي شنونکو رویټرز ته ویلي، پر تایوان د چین د برید په صورت کې چینايي هکران کولای شي د متحده ایالاتو پوځي شبکې او حیاتي بېخ‌بنسټونه په نښه کړي.