نړۍ

بایډن له ایرانه د غچ اخیستو لپاره تر فشار لاندې دی

د امریکا ولسمشر په اردن کې پر امریکايي ځواکونو د ایران تر ملاتړ لاندې ملېشه ځواکونو له خوا د مرګوني هوایي برید له امله، له دې هېواد څخه د غچ اخیستو لپاره له سختو سیاسي فشارونو سره مخ شوی چې په راتلونکو ټاکنو کې د ډیموکراتانو لپاره یوه «لویه ننګونه» کېدای شي.

رویټرز د یو شمېر کارپوهانو له قوله راپور ورکړی چې د بایډن د ځواب لارې کېدای شي له ایرانه بهر د دې هېواد پر ملاتړو یا آن د ننه په دغه هېواد کې پر ایرانیو ځواکونو برید او یا یوازې د دې هېواد ملاتړ وړ ملیشو په نښه کولو سره غچ اخیستونکی برید وي.

له دې مخکې د امریکا دفاع وزیر لویډ اسټین په واشنګټن کې د ناټو له عمومي منشي ینس ستولټنبرګ سره په کتنه کې ویلي چې امریکا له ایران سره د جګړې په لټه کې نه ده؛ خو د دې برید عاملینو ته به ځواب ورکړي.

لویډ اسټین زیاتوي: «له امریکا او له خپلو ځواکونو د دفاع لپاره به ټول اړین اقدامونه ترسره کړو.»

که څه هم پر ایران برید د لا پراخې جګړې ګواښ د پام وړ په کچه سختوي؛ خو بایډن وايي چې هڅه کوي ترې ډډه وکړي.

په همدې حال کې نیویارک کې د سوفان څېړنیز مرکز مدیرې کالین کلارک د فرانسې خبري اژانس ته ویلي: «بایډن اوس‌مهال له سخت فشار سره مخ دی او د هغه دولت له ننګونې ډک وضعیت کې دی.»

عراق کې د ایران تر ملاتړ لاندې د ملېشه ځواکونو ډلې (نجبا) یکشنبه (د جنورۍ پر ۲) له الوتکې په ګټې اخیستو اردن کې د امریکايي ځواکونو یوه اډه په نښه کړه چې په پایله کې په دې اډه کې درې سرتېري مړه او تر ۴۰ زیات پوځیان او نور امریکايي کارکوونکي ټپیان شول.

له بل لوري ایران د ملېشه ځواکونو چې دوی ترې ملاتړ کوي، له دې برید سره هر ډول اړیکه رد کړې ده.