نړۍ

بایډن په اردن کې د امریکا پر اډې د برید په غبرګون کې: «ځواب به ورکړو»

په اردن کې د امریکا پر یوې پوځي اډې د یکشنبې ماښام له برید وروسته چې له امله یې درې امریکایي پوځیان مړه او ۲۵ نور ټپیان شول، امریکايي سناتورانو د ایران خلاف د امریکا د چټک غبرګون غوښتونکي شول.

جمهوري غوښتونکي سناتور تام کاتن وویل: «دغه برید ته یوازینی ځواب باید هم په ایران او هم ټول منځني ختیځ کې ایرانيو ځواکونو ته پوځي غبرګون، باید چټک پوځي غبرګون وي.»

د امریکا د مرکزي ځواکونو قوماندانۍ (سنتکام) د یکشنبې په شپه په یوه اعلامیه کې تایید کړه چې د اردن په شمال ختیځ کې پر یوې اډې په هوايي برید کې درې امریکایي پوځیان مړه او ۲۵ نور ټپيان شوي دي.

له بلې خوا، د یمن د سیاسي عالي شورا غړی محمد علي الحوثي په اردن کې د امریکا پر اډې په برید کې د امریکايي ځواکونو او قراردادي پوځیانو د مرګ ژوبلې په غبرګون کې وویل چې واشنګټن باید ددې برید پيغام درک کړي.

اخوا، د امریکا ولسمشر جوبایډن هم ددې برید په غبرګون کې ویلي: «پوهېږو چې دا برید په سوریه او عراق کې د ایران په ملاتړ رادیکال ملیشه ځواکونو له خوا شوی دی.»

بایډن د امریکا خلکو ته په خطاب کې ویلي: «تاسو شک مه کوئ! موږ به ټول هغه کسان چې مسوول دي، په داسې وخت او تګلارې چې موږ یې ټاکو، ځواب ویوونکي کړو.»

هغه چې په سویلي کارولینا کې یې د ټاکنیزو مبارزو په لړ کې د پلویانو ترمنځ خبرې کولې، د وژل شویو درېیو امریکايي ځواکونو لپاره د یوې شېبې چوپتیا په غوښتنې زیاته کړه: «موږ به ځواب ورکړو.»

وال ستریت ژورنال پر امریکایي پوځیانو د ایران د نیابتي ډلو د برید په اړه په یوه لیکنه کې ولیکل: «ټول پوهېږي د ایران د دغو بریدونو واقعي عامل دی.»

د اسراییلو د بهرنیو چارو وزارت هم د ایران په ملاتړ ملیشه ځواکونو په هوايي برید کې د درېیو امریکايي پوځیانو د وژل کېدو په غبرګون کې په یوه اعلامیه کې ویلي: «موږ خپلو ارزښتونو ته ژمن یو او د ګډ دښمن په وړاندې جنګېږو.»

په دې لړ کې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني په دې برید کې د ایران د رول په اړه د امریکايي چارواکو د څرګندونو په غبرګون کې ویلي: «مقاومت ډلې (د ایران د ملاتړ وړ نیابتي ډلې) په سیمه کې د خپلو تصمیمونو او اقداماتو لپاره له ایرانه حکم نه ترلاسه کوي.»

ناصر کنعاني همداراز زیاته کړې: «ایران د غزې ناروین له پيله، پر فلسطین د بریدونو د دوام له امله بیا بیا په سیمه کې د نښتو لمن د پراخېدو خطر په اړه خبرداری ورکړی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټینګار کړی چې دا هېواد د سیمې بدلونونه څاري او د ایران خلاف د پاروونکو تورونو د پایلو مسوولیت ددغه راز بې بنسټه ادعاګانو د مطرح کولو د عاملانو پر غاړه دی.

د یادولو وړ ده، په عراق کې «اسلامي مقاومت» (نجبا) ډله چې ایران یې مقاومت ډله بولي، د ایران له ملاتړو ډلو څخه ده او په سوریه کې الشدادي او التیف او د اردن د الرکبان په ګډون د امریکایي ځواکونو پر مرکزونو د برید مسوولیت پرغاړه لري.