روغتیا

هرات کې د ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسین د تطبیق کمپاین پیل شو

باختر خبري اژانس چې د طالبانو تر ادارې لاندې فعالیت کوي، راپور ورکړی چې ټاکل شوې هرات ولایت کې ۲۷۶ زره ماشومان واکسین ترلاسه کړي.

د طالبانو د حج او اوقاف رییس وايي چې د ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسین ترلاسه کول د اسلام دین د لارښوونو له پلوه هېڅ ستونزه نه لري او له ټولو غواړي چې د ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسین له کمپاین سره همکار شي.

افغانستان او پاکستان د نړۍ یوازیني هېوادونو دي چې لا هم پولیو ناروغي یې ماشومان قرباني کوي. د ۷ کلن محمد په شان چې له بشپړ فلج ناروغۍ کړېږي او د درملنې لپاره یې د کورنۍ هر ډول هڅې بې‌ پایلې وې.

له دې امله چې کورنۍ یې د درملنې توان نه درلود، هڅه یې وکړه چې نوموړی سرې میاشتې ته وسپاري.

د محمد بابا غلام رسول وايي: «څو کاله وړاندې مې یو دوه ځل سرې میاشتې ته بوتلو، شیدایي روغتون ته مو بوتلو، وایې نه خیستو، موږ نه شو کولى ورته رسېدنه وکړو.»

د محمد د کورنۍ غړي وايي چې د هغه اوسنی وضعیت د ګوزڼ ضد واکسین د نه تطبیق پایله ده.

د محمد پلار امین‌الله وايي: «تر اوسه څوک نه دي راغلي چې د دې خبر واخلي او مرسته ورسره وکړي. هر څه مو چې لرل له خپل جیبه مو په دې ولګول، زه هم نور کار نه لرم، یوازې ایران ته ځم، کار کوم او مصرف کوم.»

له دې وضعیت څخه د ژغورنې په موخه په پام کې ده چې هرات ۲۷۶ زره ماشومانو ته د پولیو یا ګوزڼ واکسین تطبیق شي.

طالب چارواکي هم د ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسین پر تطبیق ټینګار کوي.

هرات کې د طالبانو د حج او اوقافو وزارت رییس نجیب‌الله کروخي وايي: «لکه څنګه چې اسلامي امارت په افغانستان کې د پولیو اجازه ورکړې، زه سل په سلو ډاډه یم چې دا یوه شرعي مسله ده او هیچا ته روا نه ده چې په دې اړه څه ووایي چې شرعي ده یا غیر شرعي، ځکه د اسلامي امارت ټول مشران علماء دي. که دا حرام وی، نو په همغه ډول به يې منع کړي وو لکه څنګه چې يې نور حرام کارونه منع کړي دي.»

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ويلي، چې روان لمریز کال کې یې د افغانستان په ختیځ کې د ماشومانو د ګوزڼ دوه پېښې ثبت کړي دي.

د پوليو ويروس تر ډېره بریده له پنځو کلونو کم عمره ماشومان په نښه کوي.