نړۍ

روسیه: زموږ پولو ته نږدې د ناټو پوځي مانورې به د پوځي پېښو خطر زیات کړي

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا له سړې جګړې وروسته د ناټو (شمالي اتلانتیک تړون) د لویو پوځی مانورو د ترسره کولو په اړه خبرداری ورکړی چې دا مانورې به د «پوځي پېښو خطر» زیات کړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې په یوه خبري ناسته کې د روسیې پولو ته نږدې د ناټو پلان شوی مانور «پاروونکی» وباله او زیاته یې کړه چې «د پیاوړي دفاع کوونکي» پوځي مانور کولای شي د اروپا لپاره «تراژیکې پایلې» ولري.

هغه وايي چې د ناټو د غړو هېوادونو د ځواکونو دا مانور به د دغه هېواد پولې ته نږدې، د ناروې او رومانیا په خاوره کې د څو میاشتو لپاره فعالیت وکړي چې د نوموړې په وینا «د وضعیت د سختولو په موخه قصدي ګام» دی.

اغلې زاخارووا وویل، چې ناټو غواړي په دې لارې د میلیونونو اروپايانو او امریکایانو پروړاندې خپل شتون او د لوړ پوځي لګښتونه توجیه کړي او همداراز «د کي‌یف رژیم په مرسته زموږ پروړاندې» په لار اچول شوی جګړه کې له ماتې عامه افکار واړوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ټینګار کړی چې هېواد یې د «ناټو پر غړو هېوادونو د برید لپاره هېڅ پروګرام نه لري.»

دا خبرداری په داسې حال کې دی، چې ناټو له سړې جګړې وروسته خپل ترټولو لوی پوځي مانور په اروپا او شمالي اطلس سمندر کې پيل کړی او ټاکل شوې چې دا مانور د دغه تړون د غړو هېوادونو د څه د پاسه ۹۰ زره ځواکونو په حضور د «مې» میاشتې تر پایه دوام ولري.