افغانستان

د جاپان د «کیودو» خبري آژانس خبریال احسان اکبري د طالبانو له بند څخه خوشی شو

د افغانستان د خبریالانو مرکز وایي چې د جاپان د کیودو خبري آژانس خبریال احسان اکبري چې نهه ورځې مخکې په کابل کې د طالبانو د استخباراتو له‌خوا نیول شوی و خوشی شوی دی.

دغه بنسټ نن د ښاغلي اکبري د کورنۍ له قوله په یوه بیانیه کې ویلي چې دغه خبریال نن (پنجشنبې) له غرمې وروسته په درېیو بجو د «ژمنې په کولو» سره خوشی شوی دی.

ویل کېږي چې د نوموړي یو شمېر هویتي اسناد د طالبانو د استخباراتو له‌خوا ضبط شوي دي.

احسان اکبري د سلواغې په ۲۷مه د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز ته ورغوښتل شوی او نیول شوی و.

د افغانستان د خبریالانو مرکز په وینا، له هغې یوه ورځ وروسته د طالبانو د استخباراتو ځواکونو د کابل په شهرنو سیمه کې ددغه خبریال دفتر ته په ورتلو د لپ‌ټاپ کمپرټر او عکاسۍ کمرو په ګډون د هغه وسایل ترې واخیستل.

احسان اکبري له کابو یوه کال راهیسې په کابل کې د کیوډو خبري آژانس په دفتر کې د خبریال په توګه دنده ترسره کوله.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د احسان اکبري له خوشي کېدو په هرکلي سره وايي چې ددغه خبریال نیول له هماغه پيله ناقانوه وو او باید آزادي یې نه وای ترې سلب شوې. د افغانستان د خبریالانو مرکز جوته کړې چې له خبریالانو هر ډول شکایت باید د ډله‌ييزو رسنیو قانون له مخې او د رسنیو د شکایتونو او سرغړونې کمېسیون له لارې تعقیب شي.

دغه بنسټ په یوه راپور کې ویلي چې تېر زېږدیز کال په افغانستان کې د خبریالانو له حقونو د سرغړونې ۱۶۸ پېښې ثبت کړې او ۶۱ مورده دا پېښې د خبریالانو او رسنیو د کارکوونکو د نیولو دي.