افغانستان ښځې

په تېرو دوو کلونو کې افغان نجونو درې زره او ۶۰۰ درسي ساعتونه له لاسه ورکړي

له شپږم ټولګي پورته هرې زده کوونکې په تیرو دوو کلونو کې څه باندې ۳۶۰۰ درسي ساعتونه له لاسه ورکړي دي.

د افغانستان د مخکیني حکومت په وروستیو کې د پوهنې وروستي کال کتاب په لوړو او منځنیو ښوونځیو کې د نجونو زده کوونکو شمېر تر ۳.۲ میلیونو ډېر اعلان کړی وو چې دا ټولې زده کوونکي اوس د طالبانو له واکمنۍ وروسته ښوونځیو ته له تلو منع شوې دي.

د دغو زده کوونکو کورنۍ وايي، چې له شپږم ټولګي څخه تر فراغت وروسته د خپلو لوڼو انديښنه او خپګان ورته د زغم وړ نه دی.

رویا تازه د خپل ښوونځي شپږم ټولګی بشپړ کړی او راتلونکي کال کې د طالبانو د تعلیمي محدودیت په حکم کې شاملیږي.

وايي، د خپلو زده کړو د دوام او د طالبانو د امر په پام کې نيولو سره يې هڅه وکړه، چې په شپږم ټولګي کې ځان ناکام کړي، خو قسمت ورسره یاري وکړه او بريالۍ شوه.

وايي هره شپه خپل ښوونځی په کې خوب ويني او له زده کړو بې برخې کېدل ورته د ژوند تر ټولو ستر غم دى.

زده کوونکې رویا وایي: «زه ډېره خفه یم چې له خپلو ټولګیوالو او ښوونځي لېرې شوم، غواړم ښوونځي پرانستل شي، څو روښانه راتلونکی ولرو. ډېره خفه یم چې ښوونځی رانه پاتې دی.»

د رویا مور او پلار وايي، د خپلې لور د دې پوښتنې ځواب چې ولې طالبانو ښوونځي تړلي، نه لري او د خپلې لور د راتلونکي په اړه اندېښمن دي.

دوی وايي که له شپږم ټولګي پورته ښوونځي د زده کوونکو پر مخ تړلي پاتې شي، لور به يې په ښوونځي کې زده کړي ټول درسونه هېر کړي.

د پوهنې وزارت د ۱۴۰۱ هجري لمریز کال د پوهنې وروستي کال او تحلیلي او سرشمېرنې کتاب ښيي چې په ټول هېواد کې له لس نیم میلیونو څخه زیات هلکان او نجونې زده کوونکي په زده کړو بوخت دي چې له دې جملې څخه څه باندې څلور میلیونه یې نجونې دي.

خو کله چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې پر افغانستان واک تر لاسه کړ، له ۳.۲ میلیونو څخه زیاتې نجونې په منځنيو او عالي ښوونځیو کې له زده کړو منع شوې.

په مخکیني حکومت کې په منځنیو ښوونځیو کې د نجونو زده کوونکو شمېر ۷۱۸.۲۲۴ او په لېسو کې د نجونو زده کوونکو شمېر ۳۲.۷۲۵۷۷ و.

د دې شمېرو پر بنسټ، که هره زده کوونکې د ورځې شپږ ساعته درس ووایي، نو له شپږم ټولګي پورته هره نجلۍ زده کوونکې په تېرو دوو کلونو کې د طالبانو له بندیزونو وروسته له ۳۶۳۶ درسي ساعتونو محرومه شوې ده.

د یوې زده کوونکې پلار وايي: «دوه لوڼې لرم، چې شپږم ټولګي یې پای ته رسولي، له ښوونځي محرومې دي. غواړم ښوونځي پرانیستل شي، دوی ښوونځی ووایي، راتلونکی یې تیاره دی، چې راتلونکی ښه شي.»

دا مهال په ټول افغانستان کې د دولتي ښوونځیو په ګډون شاوخوا شل زره ښوونیزو مرکزونو زده کوونکو ته د زده کړو زمینه برابره کړې، خو له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې په دغو مرکزونو کې د زده کړو اجازه نه لري.

چې د دولتي ښوونیزو مرکزونو شمېر ۱۶۵۴۶ او د خصوصي ښوونیزو مرکزونو شمېر ۳۰۲۵ و.

د مرجان په نوم یوه زده کوونکې وايي: «په کور کې درس وایم، خو د نړۍ هېڅ ځای ښوونځي ته نه رسیږي. زه له خپلو کتابونو، ټولګیوالو او ښوونکو سره مینه لرم، طالبانو زما د ښوونکي کېدو خوب رانه واخیست، خو ما خپلې ټولې ملګرې او خوښي مې له لاسه ورکړه.»

د ملګرو ملتونو علمي، تعلیمي او کلتوري سازمان خبرداری ورکړی چې که طالبان د نجونو د ښوونځیو د تړلو په اړه خپله پرېکړه بدله نه کړي، په دغه هېواد کې به یو نسل له منځه ولاړ شي.

یونسکو ښوونه او روزنه د افغانستان د پرمختګ لپاره یوه اړتیا بولي.