نړۍ

امریکا او بریتانیا یو ځل بیا صنعا کې د حوثیانو د مهماتو زېرمې په نښه کړې

امریکا او بریتانیا د حوثیانو پروړاندې نوي ګډ بریدونه، له دې جملې راکټي، بې‌پیلوټه الوتکو او د دې ډلې د مهماتو پر زېرمو، ترسره کړي دي.

پنتاګون تېر ماښام (دوشنبه شپه د جنورۍ ۲۲) یوه بیانیه کې وویل، چې د دغو دوو هېوادونو جنګي الوتکو یمن کې د حوثیانو اړوند د وسلو یوه لویه زېرمه، توغندي، د توغندیو د کنټرول مرکز په نښه کړي دي.

ویل کېږي دا هوايي بریدونه، د صنعا په شمال کې پر الدیلمي هوايي مرکز او سویلي برخو یې شوي دي.

دا د امریکا اتم برید او یمن کې د حوثیانو پر موخو په ګډو بریدونو کې د بریتانیا دویم حضور دی.

د دې بیانیې له مخې، امریکايي او بریتانیايي ځواکونو په تېرو څو ورځو کې د اسټرالیا، بحرین، کاناډا او هالنډ په ملاتړ یمن کې د حوثیانو پر مرکزونو بریدونه کړي دي.

امریکا وايي، چې په دې بریدونو هیله‌من دي حوثیان په سره سمندر کې پر سوداګریزونو کښتیو له بریدونو لاس واخلي.

خو د راپورونو له مخې، د بریتانیا او امریکا له ګډو بریدونو وروسته دغې ډلې سره سمندر کې پر کښتیو خپلو توغندیزو بریدونو ته لا هم دوامر ورکړی دی.

په دې لړ کې د بریتانیا د دفاع وزیر ګرانت شاپس په یوه بیانیه کې ویلي، د دې هېواد ځواکونو دا بریدونه له ځانه د دفاع په موخه کړي دي.

ښاغلي شاپس جوته کړې: «دا برید د مهماتو زېرمو او نړیوالې سوداګرۍ ته د حوثیانو د ګواښونو وړتیا ته ضربه رسوي.»

تر اوسه د دغو بریدونو د زیانونه او تلفاتو په اړه کره معلومات نه دي خپاره شوي.

د ایران تر ملاتړ لاندې حوثیان چې د یمن په ډېری برخو واکمن دي، پر غزې د اسراییلو له برید وروسته سره سمندر کې پر کښتیو خپل بریدونه زیات کړي دي.

دغو بریدونو نړیوال لېږد رالېږد ګډوډ کړی او له «نړیوالې ګرانۍ» یې اندېښنې زیاتې کړې دي.