نړۍ

د کډوالۍ د نوي قانون خلاف په جرمني کې سراسري اعتراضونه

د جرمني لپاره د الترناتیو ښي‌پال ګوند د یوه راپور له افشا کولو وروسته چې په ډاګه یې کړه دغه ګوند د تېر کال په وروستیو کې د جرمني وګړو په ګډون میلیونونه کډوالو په اړه خبرې کړې وې، له پراخو اعتراضونو سره مخ شوی دی.

د هامبورګ لاریونونه د نفوسو د زیاتوالي او خوندیتوب په اړه د اندېښنې له امله ژر پای ته ورسېدل؛ خو دا اعتراضونه د برلین او مونیخ په شان ښارونو کې هم په راتلونکو ورځو کې پلان شوي دي.

دا اعتراضونه د جنورۍ په لسمه د «کورکتیو» جرمنۍ څېړنیزې رسنۍ له افشا کولو وروسته کېږي چې برلین ته نږدې پوتسدام کې د افراط پال کیڼ پالو ګوندونو د پټې ناستې بهیر یې په ډاګه کړ.

په دې ناسته کې چې په نومبر میاشت کې ترسره شوې وه، ګډون کوونکو د بهرنیانو یا هغو کسانو چې د جرمني تابعیت یې ترلاسه کړی د ډله ییز ایستلو پروګرام په اړه بحث کړی دی.

له بلې خوا، ډېری سیاسي ګوندونو له هغې ډلې د جرمني لومړي وزیر اولاف شولتس د تېرې اونۍ د وروستیو په لاریونونو کې ګډون او تایید کړه چې د بهرنیانو د ایستلو لپاره هر ډول طرحه، پر ډیموکراسۍ برید دی.

د جرمني لومړي وزیر له ټولو وغوښتل؛ د انسجام، مدارا او «ډیموکراتیک جرمني» لپاره دریځ غوره کړي.

د آی آر ډي په نوم د جرمني شبکې د اټکل له مخې، په داسې حال کې چې کابو ۲۵۰ زره تنه د شنبې په ورځ ددې هېواد په لسګونه ښارونو کې راټول شوي وو، داسې ښکاري چې د یکشنبې ورځې لاریونونه پراخ وو.

د ښي پالو خلاف دغه هېواد په سویل مونیخ کې لاریونونه، د جرمني د اوسېدونکو د «پراخ حضور» قرباني شول.

د بایرن ایالت د مرکز په واټونو کې پلان شوي لاریونونه له حده زیاتې ګڼې ګوڼې له امله ودرول شول.

پلانوونکو وویل چې په لاریونونو کې ۵۰ زره تنو ګډن کړی چې د ثبت شویو د شمېر دوه برابره وو.