نړۍ

د اسراییلو او حماس ترمنځ د جګړې دوام؛ تراوسه څه د پاسه ۲۵ زره فلسطینیان وژل شوي

په غزه کې د اسراییلي ځواکونو او حماس ډلې ترمنځ د زورورې جګړې ۹۷مه ورځ؛ د غزې د روغتیا وزارت اعلان کړی چې په غزې تړانګه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۲۵ زره ۱۰۵ ته لوړ شوی دی.

په همدې حال کې وال سټریټ ژورنال د امنیتي سرچینو په حواله راپور ورکړی چې حماس په کافي اندازه وسلې او جنګیالي لري چې د څو میاشتو لپاره د اسرائیلو پر ضد جګړې ته دوام ورکړي.

د اسرايیلي ځواکونو او حماس ډلې ترمنځ د جګړې په دوام اسراییل وايي تر هغې به دغې جګړې ته دوام ورکړي چې حماس له منځه نه وي تللی او لسګونه اسراییلي یرغمل خوشي شوي نه وي.

اسراییلو ویلي، تېره شپه يې ۱۵ فلسطيني وسله وال وژلي او يو تونل يې موندلی، چې يرغمل شوي کسان په کې ساتل کېدل. د دغه تونل دروازه د غزې په سویل خان یونس په ښار کې د حماس د یوه غړي په کور کې وه.

د اسراییلو د پوځ ویاند دانیل هاګاري وايي: «عسکر تونل ته ننوتل او له ترهګرو سره یې نښته وکړه او د ترهګرو په له منځه وړلو سره پای ته ورسیده. دا تونل له چاودېدونکو توکو او چاودېدونکو دروازو سره ډیزاین شوی و چې د ترهګرو ساتنه وکړي او زموږ د یرغمل شویو د پیدا کېدو مخه ونیسي.»

په همدې حال کې وال سټریټ ژورنال د متحده ایالاتو د استخباراتي ادارو په حواله راپور ورکړی چې حماس د میاشتو جګړو وروسته یوازې ۲۰-۳۰ سلنه جنګیالي له لاسه ورکړي دي.

د دې راپور پر بنسټ، حماس لا هم د «میاشتو» لپاره د اسرائیلي پوځیانو پر وړاندې د جګړې او راکټي بریدونو د دوام لپاره کافي وسلې لري.

په همدې حال کې ویل کېږي چې د دواړو لورو ترمنځ سختې جګړې؛ د غزې څه باندې ۲.۳ میلیونه نفوس بې ځایه کړی او ډیر ملکي وګړي یې وژلي دي.

د جبلیه کمپ بېځایه شوې ام سمیع وايي: «امنیت چیرته دی؟ زه له جبلیه راغلم، په لاره کې راباندې هوايي برید وشو. خان یونس ته لاړم، په خان یونس کې هم راباندې هوایې برید وشو. المواسې ته نږدې رفح ته راغلم. کله چې ځم د خپلو ماشومانو لپاره خواړه راوړم، د رفح په لاره کې هم له برید سره مخ کېږم.»

په همدې حال کې د غزې د جګړې دوام په سیمه کې کړکېچ زیات کړی دی.
تېره ورځ اسراییلو د سوریې په پلازمینه دمشق کې د بشارالاسد په ملاتړ د ایراني پوځي سلاکارانو یوه ډله په نښه کړه چې په پایله کې یې د سپاه پاسداران پنځه غړي ووژل شول.

د تهران له خوا د غچ اخیستنې له اعلانه څو ساعته وروسته، په ایران پورې تړلې ډلې په عراق کې د الاسد په هوايي اډه کې امریکايي ځواکونه په نښه کړل چې په پایله کې یې دوه امریکايي پوځیان ټپیان شول.

په همدې حال کې د اسرایيلو لومړي وزير يو ځل بيا د یو خپلواک فلسطيني دولت له جوړېدو سره مخالفت څرګند کړ او ټينګار يې وکړ، چې د جګړې له پای ته رسېدو وروسته به د غزې امنيت د اسرائيلي پوځيانو په غاړه وي؛ هغه مسله چې د انګلستان لخوا مایوسوونکې او د ملګرو ملتونو لخوا د نه منلو وړ بلل شوې ده.