نړۍ

بورل: حماس ډله اسراییلو رامنځته کړې

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسوول اسراییل د فلسطین د کورواکه تشکیلاتو په کمزوري کولو او د حماس ډلې په مالي ملاتړ او پیاوړي کولو تورن کړل.

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسوول جورپ بورل د اسپانیا په وایادولید پوهنتون کې د وینا پرمهال، پرته له دې چې جزییاتو ته اشاره وکړي وايي: «هو، له حماس څخه د اسراییلو دولت له‌خوا د فتح په مشرۍ د فلسطین د کورواکه تشکیلاتو د کمزوري کولو لپاره د هڅو په لړ کې مالي ملاتړ وشو.»

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسوول ټینګار کوي چې یوازینۍ سوله‌ییزه حللاره «د یوه فلسطیني هېواد رامنځته کول» دي.

هغه د خواشینۍ په څرګندولو سره وايي: «د اسراییلو له دولت پرته ټول ددې کار غوښتونکي دي.»

بورل د جګړې او د منځني ختیځ کړکېچ د پای ته رسولو لپاره د لوېدیځو قدرتونو پر اقداماتو ټینګار کړی دی.

نوموړی وایي: «که موږ په قوي توګه لاسوهنه ونه کړو، د کرکې او نفرت لړۍ به له یوه بل نسل ته دوام وکړي او د کرکې هغه تخم چې نن په غزه کې شیندل کېږي، وده به وکړي.»

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسوول همداراز په ټینګار سره وايي چې ددې حل لارې په ردولو سره، تر دې ځایه مخ کې ولاړ چې په خپله یې د «فتح غورځنګ» په مشرۍ د فلسطین د کورواکه تشکیلاتو د کمزوري کولو لپاره د هڅو په لړ کې حماس رامنځته او مالي ملاتړ یې وکړ.

په دې وروستیو کې هغه ویلي و چې باید د غزې جګړې له پای ته رسېدو وروسته یوه حل لاره اجرا شي. د هغه په باور، ددې کار لپاره باید د اسراییلو او فلسطینیانو د هوکړې په تمه پاتې نه شو؛ بلکې نړیواله ټولنه باید دا حل لاره آن له مخالفتونو سره سره عملي کړي.

د ښاغلي بورل څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د امریکا ولسمشر جوبایډن وایي تراوسه د بنیامین نتانیاهو په دوره کې د فلسطیني هېواد د جوړولو لپاره حل لاره نشته؛ خو له هغې وروسته، د اسراییلو لومړي وزیر د یوه فلسطینی دولت د جوړولو لپاره د خپلې هوکړې په هکله د بایډن دا څرګندونې رد کړې.

له بله پلوه، بنیامین نتانیاهو د پنجشنبې په ورځ د فلسطیني هېواد له جوړېدو سره چې د امریکا دولت پرې ټینګار لري وویل، هغه د اسراییلو د مشر په توګه باید په لازمو وختونو کې خپل دوست او متحد ته هم «نه» ووايي.