نړۍ

ایران فضا ته د ثریا سپوږمکۍ په لېږلو نوی ریکارډ ثبت کړ

له لوېدیځ سره د ایران د اختلافاتو په لړ کې، ددغه هېواد رسنیو له ۵۰۰ کیلومترو لوړې برخې ته په بريالیتوب سره د یوې سپوږمکۍ د لیږلو خبر ورکړی دی.

دا لومړی ځل دی چې ایران له ۵۰۰ کیلومتره لوړ مدار ته یوه سپوږمکۍ په بري سره لېږي.

د ثریا سپوږمکۍ توغول ددغه هېواد د سپاه پاسداران د فضايي پروګرام یوه برخه ده چې د لوېدیځ د اندېښنې لامل هم شوې ده.

د ایران د ارتباطاتو او ټکنالوژۍ وزیر زارع پور پر ایکس ویلي: «څو ساعته مخکې زموږ سپوږمکۍ په بري سره د ځمکې مدار په ۷۵۰ کیلومترۍ کې وتوغول شوه.»

هغه همداراز ویلي چې دا سپوږمکۍ تر سلو کیلو وزن پورې د لېږد وړتیا لري او دا درېيم امتحاني توغول دي چې په کابو ۵۰ کیلوګرامه وزن سره یوه څېړونکې جوپه د ۷۵۰ کیلومترو مدار ته توغول کېږي.

زارع پور وایي چې دا سپوږمکۍ د جامد سون‌توکو له بڼې ده چې د سپاه پاسداران له خوا جوړه شوې ده.

دا په داسې حال کې دي چې په سره سمندر کې پر سوداګریزو کښتیو د ایران په ملاتړ حوثي جنګیالیو د برید او د حزب الله د خوځښتونو په تړاو د ایران او لوېدیځ ترمنځ اختلافات زیات شوي او ددې سپوږمکۍ توغولو د لوېدیځ اندېښنې لازیاتې کړې دي.