افغانستان

د طالبانو له خوا د طلوع پر کارکوونکو د خونړي برید اتم تلین

اته کاله وړاندې طالبانو کابل کې د موبي ګروپ د کارکوونکو پر موټر په ځانمرګي برید کې د طلوع ټلویزیون اووه کارکوونکي ووژل.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد په هغه موده کې د دې برید مسوولیت پرغاړه واخیست او وې‌ویل طالبانو کندوز کې د جګړې په اړه د «دروغو» راپورونو د خپرولو له امله، غچ اخیستی دی.

د دارالامان پر سړک د طالبانو د دې برید په پایله کې د موبي ګروپ اووه کارکوونکي مړه او ۲۵ نور ټپیان شول.

محمد جواد حسیني، زینب میرزايي، مهري عزیزي، مریم ابراهیمي، محمد حسین، محمد علي محمدي او حسین امیري د موبي ګروپ هغه اووه کارکوونکي وو، چې په کابل ښار کې د طالبانو په ځانمرګي برید کې ووژل شول.

هغه مهال د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وویل، چې پر یوه موټرسایکل سپاره ځانمرګي بریدګر د کابل ښار په لوېدیځ دارالامان سړک د موبي ګروپ کارکوونکو پر لېږدوونکي موټر برید کړی دی.

۱۳۹۴ کال کې پر کندوز ښار د طالبانو له برید وروسته، د افغانستان یو شمېر رسنیو راپور ورکړ چې طالب جنګیالیو په دې ښار کې د یوې لیلیې پر نجونو جنسي تېری کړی دی. هغه وخت کې طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو طلوع ټلویزیون او یک ټلویزیون، دوې خصوصي شبکې د خپلو پوځي هدفونو په توګه اعلان کړې.

طالبانو دغه دوه ټلویزیونونه تورن کړي وو، چې د کندوز د جګړې په اړه یې ناسم راپورونه خپاره کړي دي.