نړۍ

پر حوثي جنګیالیو په څلورم برید کې ۱۴ توغندي پر دې ډلې وویشتل شول

د امریکا پوځ اعلام کړی چې يو ځل بیا د یمن په صنعا، ذمار، صعده، الیبضا او الحدیده سیمو کې د حوثیانو پر مرکزونو بریدونه شوي دي.

دا په یمن کې په تېرو څو ورځو کې د حوثي جنګیالیو پر مرکزونو د امریکا څلورم برید دی.

له دې مخکې د امریکا مرکزي قوماندانۍ سنتکام اعلان وکړ چې د چهارشنبې په شپه په عدن خلیج کې د حوثیانو تر کنټرول لاندې سیمو څخه د امریکا اړوند د «جنکو پیکاردي» پر کښتۍ یو توغندی لګېدلی دی.

په یمن کې د حوثيانو پر مرکزونو د امریکا د درېیم برید په هکله د راپورنو له خپرېدو څو ساعته مخکې، دغې ډلې اعلان وکړ چې د امریکا یوه فله‌بر کښتۍ یې په توغندي سره په مستقیم ډول په نښه کړې ده.

له هغې وروسته سنتکام هم د امریکا اړوند «جنکو پیکاردي» کښتۍ برید تایید کړ.

امریکا وایي چې په دې هوايي برید کې، یې پر حوثیانو ۱۴ توغندي ویشتلي دي.

د امریکا مرکزي قوماندانۍ هم وايي: هغه بریدونه چې په یمن کې د حوثیانو پر مرکزونو شوي، په سره سمندر، باب المندب او عدن خلیج کې پر کښتیو د دې ډلې د بریدونو توانمني کمه کړي.

تېره ورځ (چهارشنبې) په عدن خلیج کې د امریکا اړوند یوه کښتۍ د توغندي په لګېدو سره زیانمنه شوه؛ خو ویل کېږي چې په دې برید کې چا ته زیان نه دی رسېدلی او کښتۍ خپل سفر ته دوام ورکړ.

له بلې خوا، د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیرعبداللهیان د داووس په ناسته کې ویلي: «په غزه کې (د هغه په وینا نسل وژنې) پای ته رسېدل به د اسراییلو پروړاندې د پوځي اقدامونو او په سیمه کې د ناورین د پای لامل شي.»

ښاغلی عبداللهیان وايي، چې په سره سمندر کې امنیت د غزې له بدلونونو سره تړلی دی. هغه زیاته کړه: «غزه کې د اسراییلو د جګړې د دوام په صورت کې به ټول ترې زیانمن شي او د مقاومت ټولې جبهې (سیمه کې د ایران تر ملاتړ لاندې د ملېشه ځواکونو ډلې) فعالې پاتې شي.»

لبنان، عراق، سوریه او یمن کې د ایران تر ملاتړ لاندې ډلې کرار کرار دغې نښتې ته دننه شوې او عراق او سوریه کې یې د امریکا او اسراییلو پر هدفونو او سره سمندر کې د امریکا پر سوداګریزو کښتیو برید کړی دی.