سویلي آسیا

پاکستان له تهران څخه خپل سفیر وروغوښت او اسلام آباد ته یې د ایران سفیر د ستنېدو مخنیوی وکړ

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د ایران او پاکستان په پولو کې له وروستیو جنجالونو وروسته، اسلام آباد له تهران څخه خپل سفیر وروغوښت. دغه وزارت همداراز اعلان کړی چې د ایران سفیر به تر بلې اطلاع پورې اسلام آباد ته ستون نه شي.

د دغه وزارت په بیانیه کې راغلي چې له ایران سره ټولې دوه اړخیزې راکړې ورکړې ځنډول شوې او په لوړه کچه د پلاویو هېڅ تبادله به ترسره نه شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په تونده بڼه خبرداری ورکړی چې دا «ناقانونه اقدام په بشپړ ډول د نه منلو وړ او هېڅ توجیه نه لري.»

دغه وزارت ویلي چې پاکستان خپل ځان ته دا حق خوندي ساتي چې دغه ناقانونه اقدام ته ځواب ورکړي او د پایلو مسوولیت به یې د ایران پر غاړه وي.

دا په داسې حال دي چې ایرانیو رسنیو رپوټ ورکړی چې د ایران سپاه پاسداران د پاکستان په خاوره کې د بلوچو جیش العدل ډلې پر دوو مرکزونو برید کړی دی.

د تسنیم خبري آژانس د راپور له مخې، ددې ډلې یو پټنځای د پاکستان د بلوچستان ایالت په زرغون غره سیمه او بل په پنجګور ښار کې له منځه وړل شوي دي.

ددغه راپور پر بنسټ، دا پټنځایونه د بې پیلوټه الوتکو او توغندویو له لارې په نښه شوي دي.

اخوا، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره دا بریدونه «په کلکه» غندلي او ویلي یې دي چې له هوايي حریم څخه یې له کوم خوځښت پرته سرغړونه شوې ده.

دا وزارت وایي چې په دې برید کې دوه ماشومان وژل شوي او درې نجونې ټپي شوې دي.