سویلي آسیا

د پاکستان په خاوره کې د جیش العدل پر مرکزونو د ایران د برید په وړاندې د اسلام آباد غبرګون

د پاکستان په خاوره کې د جیش العدل ډلې پر دوو مهمو مرکزونو د ایران د سپاه پاسداران له توغندويي برید وروسته، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت، په اسلام آباد کې ددغه هېواد د سفارت شارژدافیر وروغوښت او ویلي یې دي چې دا برید به «جدي پایلې» ولري.

له هغې څو ساعته وروسته ایرانیو رسنیو رپوټ ورکړ؛ ددغه هېواد د سپاه پاسداران د پاکستان په خاوره کې د جیش العدل ډلې پر دوو مرکزونو توغندويي بریدونه کړي دي، پاکستان وايي چې ایران ددغه هېواد له «هوايي حریمه» سرغړونه کړې او له امله یې دوه ماشومان وژل شوي دي.

دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې وویل چې په اسلام آباد کې یې د ایران سفارت سفارت شارژدافیر وربللی او خبرداری یې ورکړی چې دا برید «جدي پایلې» لرلی شي او «په بشپړه توګه د نه منلو وړ» دی.

د ایران سپاه پاسداران پرون (سه‌شنبې) د پاکستان په خاوره کې د جیش العدل پر دوو مهمو مرکزونو توغندويي برید وکړ.

دا برید له هغې وروسته کېږي چې دغې ډلې له دې مخکې د دواړو هېوادونو په سرحدي سیمو کې د ایران پر امنیتي ځواکونو یو لړ بریدونه کړي وو.

ایران جیش العدل یوه «ترهګره» ډله بولي او هغه د «جیش الظلم» په نوم یادوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت همداراز په دې خبرپاڼه کې ویلي: «د تهران او اسلام آباد ترمنځ د خبرو له بېلابېلو لارو سره سره، دغه هېواد په «ښکاره» د پاکستان له هوايي حریمه سرغړونه کړې او د هغې د بایلو مسوول به وي.»

دا بریدونه او د اسلام آباد او تهران ترمنځ دا بریدونه په داسې حال کې کېږي چې درې ورځې مخکې د افغانستان او پاکستان په چارو کې د ایران د ځانګړي استازي حسن کاظمي قُمي په مشرۍ څلور کسیز پلاوي، اسلام آباد ته په سفر کې په افغانستان کې د «امنیتي وضعیت د خرابوالي» چې دواړه هېوادونه یې «د ټولې سیمې لپاره ګواښ» بولي، له پاکستاني لوري سره خبرې اترې وکړې.