افغانستان

له پاکستانه ایستل شوي کډوال د کار له نشتوالي او ژوندانه له وضعیته شکایت لري

له پاکستانه ایستل شوي یو شمیر کډوال چې په هرات ولایت کې ژوند کوي د اقتصادي ننګونو او د بشري مرستو له نه ترلاسه کېدو شکایت کوي.

دوی وايي، په پاکستان کې له څو لسیزو ژوند کولو وروسته اوس خالي لاس افغانستان ته راستانه شوي او په سختو شرایطو کې ژوند کوي.

په همدې حال کې پاکستاني رسنیو ویلي، چې په تېره یوه شپه ورځ کې تر ۸۰۰ ډېر بې اسناده کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.

له پاکستانه د بې اسنادو کډوالو د ایستلو د بهیر له دوام سره هم مهاله، چې یو شمېرو یې هرات ولایت ته پناه راوړې، دا مهال په سختو شرایطو کې شپې-ورځې تېروي.

شیما له پاکستانه یوه له ایستل شويو کډواله ده چې ۳۴ کاله یې په دغه هېواد کې تېر کړي. وايي په خالي لاسونو یې را وایستله.

اوس دلته سرپناه نه لري، درې میاشتې کېږي چې هېڅوک یې درد ته نه دي دوا شوي او په شپو-شپو له خپلو ماشومانو سره وږې ویده شوې.

له پاکستانه را ایستل شوې شیما وايي: «دوه یا درې میاشتې کېږي چې دلته (افغانستان) ته راغلي یو. کونډه یم او سرپناه نه لرم. دوه کاله او نهه میاشتې کېږي چې خاوند مې په پاکستان کې مړ شو او په ظلم له هغه ځایه وایستل شو او په څه مو چې هلته ګوذاره کوله ټول په پاکستان کې پاتې شول.»

بې روزګاري او د بشري مرستو نه ترلاسه کول له پاکستانه د را ایستل شویو دغو خلکو له لویو ننګونو څخه دي.

له پاکستانه را رایستل شوی عبدالحکیم بیا وايي: «درې میاشتې کېږي چې دلته راغلي یو، وزګار یو او کاروبار نشته. د خوراکي توکو د پېرلو وس نه لرو چې څه وخورو، په لوږه دلته ژوند کوو او اوس د کور خاوند راغلی وايي چې له کوره ووځئ او ولاړ شئ.»

له پاکستانه را ایستل شوی عبدالله وایي: «بړستن او توشکې نه لرو، نه راسره مرسته شوې او نه هم په افغانستان کې کاروبار شته چې ترسره یې کړو او د ځان لپاره خواړه برابر کړو.»

پاکستاني رسنیو ویلي، چې په تېرو درېیو میاشتو کې ۴۶۸ زره ۱۵۱ بې اسنادو کډوال له پاکستانه ایستل شوي او یا افغانستان ته ستانه شوي دي.

تر دې مخکې مرستندویه بنسټونو خبر ورکړی و، چې له ایران او پاکستانه د دغو کډوالو په ایستلو سره به په افغانستان کې بشري ناورین او لوږه نوره هم زیاته شي.