افغانستان

طالبان: هغه کتابونه چې «ټولنه کې د نفاق» لامل کېدل، راټول شول

طالبانو کابل کې د داسې کتابونو د راټولولو بهیر په دوام چې دوی یې منع ګڼي، له یوه نوملړ سره کتابتونونو ته تللي او یو شمېر کتابونه یې مصادره کړي دي.

د طالبانو تر ادارې لاندې ملي ټلویزیون د راپور له مخې، د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت معین ویلي هغه کتابونه چې «ټولنه کې د نفاق رامنځته کولو» لپاره چاپ شوي وو، راټول شوي دي.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کتلور او هنر معین عتیق‌الله عزیزي د کتابتون فرهنګ «د خوندیتوب او پیاوړتیا» په ناسته کې ویلي، «هغه کتابونه چې ټولنه کې د نفاق رامنځته کولو په موخه چاپ شوي او د اسلامي عقایدو خلاف وو، راټول شوي دي.»

د هغه په وینا، «پر هغو کتابونو چې د ملي ارزښتونو خلاف نه دي، هېڅکله محدودیت نه لګوي.»

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ لیکوال او د جمهوریت پر مهال د سولې عالي شورا د رییس عبدالله عبدالله پخواني ویاند مجیب‌الرحمن رحیمي ویلي، طالبانو د هغه یو شمېر کتابونه له دې جملې «چهار عنوان تالیف و ترجمه» کتاب کابل کې مصادره کړي دي.

ښاغلي رحیمي پر خپله فیسبوک‌پاڼه لیکلي: «طالبانو د یو لړ سانسور، حذف، انحصار، د بیان ازادۍ محدودیت، د ښوونیز نظام بدلون، مدرسې جوړولو، د یو غږ ټولنې جوړولو او د هېواد د طالباني کولو سیاست په دوام کابل کې، «واکای گفتمان رسمی شکل‌گیری دولت در افغانستان»، «نقدی برساختار نظام»، «احمدشاه مسعود؛ شهید راه صلح و آزادی» او «دین، دولت و تطبیق شریعت» کتابونه له ځینو خپروندیه ټولنو او کتاب‌ پلورنځیو مصادره کړي او د کتاب پلورونکو او خپروونکو په راغوښتو یې له دوی ژمنه اخیستې ترڅو دا کتابونه بازار ته وړاندې نه کړي.»

هغه زیاته کړې: «معلومات او کره اسناد چې زما په لاس کې دي ښيي، چې د طالبانو د استخباراتو وسله‌وال ځواکونه کابل کې کتاب پلورنځیو ته ورغلي او د کتاب پلورنځیو ګدامونو ته په ننوتو یې د تاریخ، هویت، دیني روڼتیاپالنې او … او د یوه نوملړ له مخې د ځانګړو لیکوالانو کتابونه مصادره او له ځان سره یوړل.»

کابو یوه میاشت مخکې د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت په یوه مکتوب کې د افغانستان ټولو پوهنتونونو ته امر وکړ، چې «د حنفي فقهې مخالف» او سیاسي کتابونه تصفیه کړي.

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت په دې مکتوب کې راغلي: «لارښوونه کېږي چې افغانستان کې د ټولو خصوصي بنسټونو کتابتونونه تصفیه کړئ، ټول هغه کتابونه چې د حنفي فقهې خلاف، سیاسي او داسې کتابونه چې عقیدتي ستونزې پیدا کوي، له کتابتونونو لیرې کړئ او پر ځای یې د نبوي سیرت کتابونه ځای‌پرځای کړئ. البته لومړی د هغو کتابونو نوملړ چې پر ځای یې ږدئ یې له موږ سره شریک کړئ.»