نړۍ

عراق پر اربیل د ایران د توغندويي بریدونو له امله له تهران څخه خپل سفیر وربللی دی

عراق د سه شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د کردستان پر کورواکه سیمو د ایران د سپاه پاسداران له خوا مرګونو توغندويي بریدونه وروسته، له تهران څخه یې خپل سفیر د مشورې لپاره رابللی دی.

د بهرنیو چارو وزارت په بیانیه کې راغلي: «د دغه هېواد سفیر نصیر عبدالمحسن پر اربیل (د سیمې پر پلازمیني) د ایران د وروستیو بریدونو په اړه چې له امله یې یو شمېر کسان مړه او ټپیان شول د سلامشورې لپاره رابلل شوی دی.»

له دې مخکې ایران اعلان وکړ چې له خپلې واکمنۍ او امنیت څخه د دفاع لپاره او همداراز له ترهګرۍ سره د مبارزې په موخه یې په عراق او سوریه کې پر یو شمېر هدفونو بالستیک توغندي ویشتلي دي.

د عراق د کردستان چارواکو په وینا په دې برید کې څلور تنه مړه او شپږ نور ټپیان شوي دي.

د ایران سپاه پاسداران اعلان کړی چې د دوشنبې په وروستیو کې یې د عراق کردستان نیمه کورواکه سیمه کې د اسراییل د «جاسوسۍ پر مرکز» او همداراز سوریه کې داعش پروړاندې برید کړی دی.

همدارنګه بغداد کې د ایران شارژدافیر یې د سه شنبې په ورځ کردستان کې د بریدونو په اعتراض ورغوښتی دی. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني وویل، چې تهران د نورو هېوادونو واکمنۍ او ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی کوي، خو اوس‌مهال «د ملي امنیت له ګواښونو د مخنیوي لپاره له خپل قانوني او مشروع حق» څخه ګټه اخلي.

ښاغلي کنعاني زیاته کړه: «د اسلامي جمهوري په نښه کولو لپاره د دښمن له محاسباتي تېروتنو وروسته، ایران په خپلو لوړ اطلاعاتي ځواک په کره او هدفي عملیاتو کې د عاملانو پر مرکز برید وکړ.»

د عراق د بهرنیو چارو وزارت د بیانیې له مخې، عراق پر اربیل د ایران «تېری» چې په استوګنیزو سیمو کې د ملکي تلفاتو لامل شو، غندلی دی.

بیانیه کې راغلي، چې د عراق دولت به ټول قانوني اقدامونه له دې جملې د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې شکایت، وکړي.