نړۍ

کیم جونګ اون له سویلي کوریا سره د ټولو اړیکو د پرې کولو غوښتونکی شو

د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون، د سویلي کوریا هېواد «اصلي او نه بدلېدونکی دښمن» وباله او ویلي یې دي چې له سویلي کوریا سره باید د دې هېواد ټولې اړیکې پرې شي.

د شمالي کوریا مشر وایي؛ دې پایلې ته رسېدلی چې له سویل سره اتحاد نور شونی نه دی.

هغه سئول د خپل رژيم د پرځولو او د دواړو کوریاګانو ترمنځ د اتحاد په وړاندې په هڅو تورنوي.

کیم جونګ اون ویلي: «اساسي قانون باید اصلاح شي ترڅو د شمالي کوریا خلکو ته وروښودل شي چې سویلي کوریا هېواد یې اصلي او نه بدلېدونکی دښمن دی.»

ویل کېږي چې کیم جونګ اون دا څرګندونې تېره ورځ (سه شنبه د جنورۍ پر ۱۶) د شمالي کوریا په پارلمان کې مطرح کړې دي.

په همدې حال کې شمالي کوریا جوته کړې، چې د جګړې په صورت کې دې «د سویلي کوریا د بېرته نیولو او بشپړ اشغال» پلان برابر شي.

هغه همداراز وايي، هېواد یې د جګړې په لټه کې نه دی؛ خو ټینګار کوي چې د نښتې په صورت کې به ډډه ونه‌کړي.

دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي، چې په تېرو څو کلونو کې کوریا ټاپو کې د تحریکوونکو پوځي اقدامونو له دې جمله د پیونګ یانګ پوځي ازمایښتونو او د سویلي کوریا او امریکا د ګډو مانورو له امله، کړکېچ زیات شوی دی.