نړۍ

لسم فردریک د تاج‌اېښودلو له مراسمو پرته د ډنمارک پاچا شو

له هغې وروسته چې د ډنمارک مخکینۍ ملکې د نوي (زېږدیز) کال په لومړۍ شپه د خپل هېواد خلک حیران کړل او وې ویل چې غواړي په تېرو ۹۰۰ کلونو کې د ډنمارک لومړنۍ ملکه یا پاچا وي چې په خپله خوښه تاج او تخت پرېږدي؛ تېره ورځ یې واک لسم فردریک ته وسپاره.

د لسم فردریک لپاره د تاج‌اېښودلو مراسم ترسره نه شول؛ خو لسګونه زره ډنمارکیان ددغه هېواد په پلازمیني کې راټول شول، ترڅو ددغو تاریخي مراسمو شاهدان واوسي.

رویټرز د ډنمارک د سلطنتي ماڼۍ له قوله راپور ورکړی چې تېره ورځ (یکشنبې د جنورۍ ۱۴) د نوموړي ځای ناستی کېدل هغه مهال رسمي شول چې ملکې مارګرېت په پارلمان کې د دولتي شورا د ناستې پرمهال د خپلې استعفا پاڼه لاسلیک کړه.

له ۱۵۲۳ کال راهیسې په ډنمارک کې هېڅ پاچا یا ملکې، له واکه په خپله نه ده لیرې شوي او د ډنمارک رسنیو دا تصمیم «تاریخي پېښه» بللې ده.

مارګرېت چې پخوا یې ویلي و؛ د ژوند تر پایه به پر دغه دنده پاتې شي. د خپلې ګوښه کېدو د پرېکړې په اړه دقیق لامل نه دی بیان کړی.

له دې سره سره نوموړې اعلان وکړ چې په فبرورۍ میاشت کې د ملا په برخه کې یې جراحي عملیات وکړ او لوړ عُمر او د روغتیایي وضعیت په اړه د اندېښنو زیاتوالی یې ددې تصمیم اصلي لاملونه بللي دي.